د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امريکا بهرنيو چارو وزيران پر دوه اړخيزو چارو غږېدلي


اینتوني بلېنکن او بلاول بوټو زرداري د جون په مياشت کې ملاقات کړی وو.
اینتوني بلېنکن او بلاول بوټو زرداري د جون په مياشت کې ملاقات کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتوني بلينکن د جولای پر شپږمه نېټه له خپل پاکستاني سيال سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د اینوتني بلينکن سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، توانايي، روغتيا او امنيت په برخو کې د دوه اړخيزه اړيکو په پیاوړې کولو خبرې وکړي.

بلخوا بلينکن هم د جولای پر شپږمه نېټه پر ټیوټر پاڼه ولیکل چې له بلاول بوټو سره یې د پاکستان د اقتصادي پیاوړتيا په برخه کې د امريکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پراخولو او د افغان ولس د ملاتړ په لړ کې د دواړو هېوادونو په شریکو هڅو خبرې کړې دي.

تر دې له مخه بلاول بوټو زرداري د جون په میاشت کې په امریکا کې د خوراک د خوندیتوب په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال له اینتوني بلينکن سره مخامخ ليدلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG