د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالقدیر مطفي: افغانستان کې د کانونو غیر قانوني استخراج مخه نيول کېږي


ننګرهار يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه په کې شته خو په غیر فني او غیر قانوني ډول استخراج کېږي او په قاچاقي ډول پاکستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

په جلال اباد کې د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د افغانستان د پيټروليم او کانونو وزارت له ویاند عبدالقدير مطفي سره د کانونو په اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د ننګرهار په کومو ولسواليو کې کانونه په غير فني او غیر قانوني ډول استخراج او قاچاق کېږي؟

عبدالقدير مطفي: موږ په ننګرهار کې قدرتي منابع په تکفیف سره لرو، ساختماني مواد لکه ریګ، جغل، کاڼی او نور، صنعتي منرالونه لرو، لکه تالق ( شوکاڼي) مرمر، قمتي او نيمه قیمتي کاڼي. په خوږياڼي کې صنعتي منرالونه لرو، په مومند دره، اچين او شنيوارو او هسکې مېنې کې موږ منابع لرو. په ځانګړې توګه په اچين ولسوالۍ کې موږ د مرمرو د کان ستر ظرفیت لرو.

د کانونو په اړه يوه تګلاره جوړه شوه، په دې لایحه کې په مشخصه توګه په لومړيتوبونو باندې بحث شوی دی. د لومړيتوبونو په اساس او تر څنګ يې د محافظت لپاره يوه ډېره پرکاره کمېټه جوړه شوه، تر څو موږ وتوانېږو چې د غیر قانوني استخراج مخه ونیسیو.
عبدالقدير مطفي


مشال راډيو: له دغو منابعو نه په غير فني او غير قانوني توګه ګټه اخيستل کېږي؟

عبدالقدير مطفي: متاسفانه په ځينو سيمو کې غیر قانوني استجراج شته. په هغو سيمو کې چې زموږ منابع دي، په غير فني او غير قانوني توګه استخراج کېږي، قاچاق کېږي او غير قانوني استفاده ترينه کېږي.

مشال راډيو: پخوا چې په ننګرهار کې د کانونو د استخراج لپاره د پيټرولیم او کانونو وزارت قراردادونه کړي وو، وخت يې پوره شوی، تمدید شوي نه دي خو اوس هم هماغه قراردادیان لګيا دي په غير فني او غیر قانوني ډول کانونه استخراجوي، ستاسو ځواب څه دی؟

عبدالقدير مطفي: هغه شرکتونه چې دا کارونه کوي، هغه به ټول بلیک لست کېږي، هغوی ته به هيڅ ډول قرارداد نه ورکول کېږي. موږ يو شمېر شرکتونه مشخصه کړي، د یو شمېر شرکتونو په ظرفیتونو مو بررسي پيل کړی ده، د هغوی د ثبت سیستم مو پیل کړی، څو موږ په دې وتوانېږو چې د دوی ظرفیت تثبیت کړو او په هغو برخو کې چې قرارداد لري او د قرارداد د مادو او قوانینو خلاف ورزي کوي، له هغوی سره به جدي برخورد کېږي، قرارداد به يې فسحه کېږي او د بیا ځلې لپاره به هېڅ قرارداد نه ورکول کېږي. په هغو سيمو کې چې موږ د کانونو لپاره قراردادونه لرو، هلته د نظارت ټیمونه هم لرو. نظارتي میکانېزم دا دی چې موږ هلته خپل ټېمونه لېږو او د قرارداد په بنیاد د هغوی له ټولو کارونو څخه نظارت کوي.

مشال راډيو: ولسمشر هم حکم کړی چې معدنونه محفوظ شي او د نظارت لاندې راشي. په دغه برخه کې د افغانستان د کانونو او پيټرولیم وزارت څه تدابير په پام کې نيولي، کومه لایحه يې ورته جوړه کړې؟

عبدالقدير مطفي: په دې وروستيو کې د کانونو په اړه يوه تګلاره جوړه شوه، په دې لایحه کې په مشخصه توګه په لومړيتوبونو باندې بحث شوی دی. د لومړيتوبونو په اساس او تر څنګ يې د محافظت لپاره يوه ډېره پرکاره کمېټه جوړه شوه، تر څو موږ وتوانېږو چې د غیر قانوني استخراج مخه ونیسیو. په هغو سيمو کې چې غیر قانوني استخراج کېږي، دا کمېټه به ټول موارد د افغانستان امنیتي ارګانو سره شریکوي، د دې کمېټې په راس کې د افغانستان تر ټولو مهمه امنیتي اداره یعنې د امنیت شورا ده چې د هغې تر نظارت لاندې به په هغو سيمو کې چې غیر قانوني استخراج کېږي، د مخنیوي لپاره په ميکانیزم کار کېږي، موږ عملاً په افغانستان کې سل نقطې لرو چې د هغې محافظت شوی دی. زموږ تدبیر دا دی چې موږ به د کانونو په برخه کې ټول معلومات د افغانستان امنیتي ادارو ته سپارو، په دې برخه کې موږ ډېر مطلوب نتایج هم تر لاسه کړي او په زیاتو سيمو کې چې غیر قانوني استخراج کېده، د هغې مخنيوی شوی دی.

XS
SM
MD
LG