د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلاميه کالج پوهنتون زده کوونکې د جنسي ځورونې مقدمه های کورټ ته وړې


اسلاميه کالج پوهنتون (انځور له ارشیفه)
اسلاميه کالج پوهنتون (انځور له ارشیفه)

پېښور های کورټ د اسلاميه کالج پوهنتون د زده کوونکې، امنه اشفاق د جنسي ځورونې د مقدمې درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړی او اړونده کسان یې ورغوښتي دي.

امنه اشفاق د سیاسیاتو د څانګې زده کوونکې ده. هغې د دې څانګې پر مشر پروفیسر ډاکټر امیرالله د جنسي ځورونې تور پورې کړی دی. په دې قضیه کې وروستۍ اورېدنه د خیبر پښتونخوا ګورنر کړې چې ترمخه یې امیرالله د جنسي ځورونې له توره پاک ګرځول شوی دی خو امنه اشفاق له دې فیصلې مطمیین نه ده نو ځکه یې های کورټ ته درخواست ورکړی.

ما سره د کورنۍ بشپړ ملاتړ موجود دی
امنه اشفاق

د نوموړې وکیل سنګین خان د جون پر ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل، له دې وړاندې په هم دې مقدمه کې د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې صوبايي محتسبې (اومبډزپرسن) رخشنده ناز فیصله اورولې وه او پکې یې له اسلامیه کالج پوهنتون څخه غوښتي وو چې په جنسي ځورونه تورن پروفیسر ډاکټر امیرالله له نوکرۍ لرې کړي او ټول مراعات دې ترې واخلي.

اېډوکېټ سنګین خان هیله څرګنده کړه چې هایکورټ به د ګورنر فیصله منسوخ او صوبايي محتسبې فیصله بحال کړي. "زما په فکر ګورنر چې د خپلې فیصلې لپاره کوم جواز وړاندې کړی هغه قانوني حېثیت نه لري نو ځکه به هایکورټ دغه فیصله منسوخ کړي. ګورنر دا ویلي چې دې نجلۍ خپل تور په عیني شهادت ثابت نه کړی شو او صوبايي محتسبې له عیني شهادت بغیر فیصله کړې نو ځکه دغه فیصله سمه نه وه. خو جنسي ځورونه له نورو جرمونو فرق لري او په ټوله دنیا کې منلی شوي اصول دا دي چې په دې کې به تور لګوونکی نه بلکې تورن کس په خپله صفايۍ کې ثبوت وړاندې کوي."

د اسلامیه کالج پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې زده کوونکې امنه اشفاق د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر شپږمه د پوهنتون انتظامیې ته لیکلی شکایت جمع کړی وو چې پکې یې د دې څانګې مشر ډاکټر امیرالله په جنسي ځورونه تورن کړی وو. نوموړې وايي دا پېښه هم د دغه کال د نومبر پر پینځمه نېټه هغه مهال شوې وه چې ډاکټر امیرالله خپل دفتر ته ور وغوښته.

امنه اشفاق د جون پر ۲۶مه مشال رېډیو ته وویل، دا به د خپل حق لپاره هر ډول قانوني جنګ کوي ځکه چې تر شا یې کورنۍ ولاړه ده.

هغې زیاته کړه: "زما سره د خپلو وروڼو او خوېندو په رویه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. ټوله کورنۍ په دې مسله کې زما سره ولاړه ده. تېره میاشت زه د یو کال له ځنډ وروسته پوهنتون ته د زده کړو لپاره روانه شوم نو پلار مې راته وویل چې د هیچا پروا مه کوه او مه له چا ویرېږه. ټوله کورنۍ ماته ډاډ راکوي."

بلخوا ډاکټر امیرالله د جون پر ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په فیصله کې دی د جنسي ځورونې له توره بري کړل شوی او مخکې به هم خپل موقف یوازې په قانوني فورم ورکوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG