د لاسرسي ځای

تازه خبر

تعلیمي ادارو کې د نجونو زده کوونکو ځورولو ضد بل منظور


د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي

په اسلام اباد کې د جنورۍ پر دیارلسمه د وفاقي تعلیم لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ په تعلیمي ادارو کې د نجونو زده کونکو د ځورولو پرضد د یوې قانوني مسودې راوړلو منظوري ورکړې.

یادې کمېټۍ ته دا بل د پاکستان مسلم لیګ ن سېنېټر جاوېد عباسي وړاندې کړ چې له منظورولو وروسته به سېنېټ او قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي او له منظورولو پس به قانون وګرځول شي.

په مسوده کې راغلي چې د کالجونو او سکولونو په کچه به د جنسي ځورونو پېښو شکایتونه د سیمې له ډپټي کمېشنر سره رجسټرېږي. د پوهنتون په کچه شکایتونه به د لوړو زده کړو کمیشن کې درجېږي. په درېوو ورځو کې دننه به دا شکایتونو د اورېدو لپاره جوړې یوې کمېټۍ ته وړاندې کېږي. کمېټۍ به په میاشت دننه خپل رپورټ وړاندې کوي او چې څوک پکې ککړ وختل نو له نوکرۍ به اېستل کېږي او د بند له سزا سره سره به ورته د جرمانې سزا هم ورکول کېږي.

سېنېټر بحره مند تنګي چې د قایمه کمېټۍ غړی دی وايي، د اسلام آباد پنجاب او خېبر پښتونخوا په ګډون په نورو تعلیمې ادارو کې د نجونو زده کونکیو ځورونې زیاتې شوي دي ځکه یې دا قانوني مسوده راوړې ده. نوموړي هیله وښوده چې دا بل د قانون برخه شي نو د ځورونو پېښو په مخنیوي کې به لویه مرسته وکړي.

په تعلیمي ادارو کې د جنسي ځورونو پرضد پروسږ کال (۲۰۲۰) د نومبر پر ۱۹مه د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون نجونو لاریون هم کړی وو او تور یې لګاوه چې استادان یې ځوروي، تنګوي یې او ناوړه غوښتنې ترې کوي.

خو د اسلامیه کالج پوهنتون چارواکو د نجونو زده کوونکو د تورونو په ځواب کې ویلي ول چې ډېری تورونه د ذاتي شخړو له کبله لګول کېږي او دوی به یې پلټنې کوي.

د اسلامیه کالج پوهنتون یوې زده کوونکې کشمالې چې د ځورونو ضد لاریون کې یې برخه هم اخېستې وه، د دې قانوني مسودې راوړلو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا بل د نجونو او هلکانو زده کونکو داوړو لپاره ډېر ښه دی خو دې غوښتنه وکړه چې په دې کې باید د زغرده فیصلې نکته واچول شي. هغه ځکه له دوی سره چې کومه پېښه شوې او د هغې پرضد دوی درخواست کمېټۍ ته ورکړی وو نو د دوو میاشتو تېرېدو باوجود هم د هغې څه نتیجه رانغله نو باید چې دې اړخ ته هم وکتل شي چې د دې پېښو مخه ونیول شي.

د چارسدې باچا خان پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي، دا بل خو یواځې په تعلیمي ادارو کې د زده کونکو لپاره دی نو که وکتل شي نو د جنسي ځورونو پېښې یواځې په تعلیمي ادارو کې نه کېږي، په هسپتالونو او نورو دفترونو کې هم کېږي، چېرته چې زنانه کارونه کوي نو باید چې حکومت په هره اداره کې د ښځو د تحفظ لپاره اقدامات وکړي او بله دا خبره هم ده چې کله کله دا تورونه رېښتیا هم نه وي او بې اساسه تورونه ولګول شي نو باید چې دا هر څه په نظر کې وساتل شي.

یاده دې وي چې د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د نجونو زده کونکو تر احتجاجي لاریون وروسته د پېښور لوی سرکاري هسپتال یوې نرسې پر فېسبوک یوه وېډیو خپره کړې وه چې پکې یې پر خپل یوه مشر چارواکي د ځورولو تور پورې کړی وو او له سرکاره یې مرسته غوښتې وه.

تر دې وړاندې د نومبر پر لومړۍ اوونۍ د اسلام اباد په یوه شخصي بنک کې یو افسر له خپلې یوه ښځینه کارمندې سره جنسي ځورنه کړې وه، د دې پېښې وېډیو پر رسنیو خپره شوه چې وروسته یې دغه افسر له نوکرۍ واېستل شو.

XS
SM
MD
LG