د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنسي ځورونو تورن د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون پروفیسر ولې نه لیرې کېږي؟


د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون لا هم هغه پروفیسر له دندې نه دی ګوښه کړی چې په خیبر پښتونخوا کې د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې صوبايي محتسب دفتر یې د لیرېکولو امر کړی وو.

که څه هم د پوهنتون انتظامیه وايي، چې د پروفیسر ډاکټر امیرالله خلاف د جنسي ځورونې د شکایت معامله یې چانسلر او د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ته وړې ده خو د جنسي ځورونو تور لګوونکې وايي که د صوبايي محتسب فیصله عملي نه شي نو یادې پېښې به نورې هم سېوا شي.

پر وفیسر ډاکټر امیرالله د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون کې د سیاسیاتو څانګې مشر دی چې پروړاندې یې یوې زده کوونکې امنه اشفاق د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۹مه نېټه د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې صوبايي محتسبې رخشنده ناز ته شکایت وړی وو.

امنه اشفاق مشال رېډیو ته وویل که د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې فیصله عملي نه شي نو په اسلامیه کالج پوهنتون کې به اینده هم دا ډول پېښې کېږي.

رخشنده ناز په دې مقدمه کې د اسلامیه کالج پوهنتون د یوشمېر زده کوونکیو، استادانو، او نورو کارکوونکو بیانونه واخیستل او سږکال د اپریل په ۱۲مه یې خپله تفصیلي فیصله جاري کړه.

په دې فېصله کې یاد پوهنتون ته ویل شوي چې په جنسي ځورونه تورن پروفیسر ډاکټر امیرالله دې له نوکرۍ لیرې کړي او ټول مراعات دې ترې واخلي. د فیصلې ترمخه په دې حالاتو کې له جنسي ځورونو سره مخامخ شويو زده کوونکیو لپاره د زده کړو ماحول برابر نه دی.

امنه اشفاق مشال رېډیو ته وویل که د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې فیصله عملي نه شي نو په اسلامیه کالج پوهنتون کې به اینده هم دا ډول پېښې کېږي.

''زه غواړم چې ډاکټر امیرالله ته د دې فیصلې مطابق سزا ورکړل شي او دی له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي. که داسې ونه شي نو دی [امیرالله] به ګڼي چې د جنسي ځورونو باوجود ورته څوک څه نشي ویلی. دا راز ممکنه ده چې نور خلک هم دې ته په کتو سره زړه ور شي او په اسلامیه کالج پوهنتون کې د جنسي ځورونو نورې پېښې هم وشي.''

ډاکټر امیرالله په دې اړه له خبرو ډډه وکړه خو مشال رېډیو ته یې دومره وویل چې د صوبايي محتسبې فیصله ورته د منلو وړ نه ده او د دې پرضد به قانوني مبارزه کوي.

دا چې ډاکټر امیرالله تر اوسه ولې له خپلې چوکۍ نه دی لیرې کړل شوی، په دې اړه د اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر ګل مجید خان مشال رېډیو ته وویل چې ملزم د فیصلې خلاف د اپیل حق لري او له هغه پس به د پوهنتون انتظامیه عملي ګامونه پورته کوي.

''د قانون مطابق د صوبايي محتسبې د فیصلې خلاف د یونیورسټۍ پروفیسران چانسلر ته د اپیل حق لري. او زموږ چانسلر د خیبر پښتونخوا ګورنر وي. نو ډاکټر امیر الله د دې فیصلې خلاف ګورنر ته اپیل کړی. اوس موږ انتظار کوو چې د ګورنر له دفتره څه فیصله راشي هغه به عملي کوو.''

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۰ز کال په کار ځایونو کې د جنسي ځورونو خلاف قانون راوړ. د دې قانون د لا اغېزمنولو او د جنسي ځورونو پېښو د مخنیوی لپاره حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې صوبايي محتسبه اداره جوړه کړه.

د صوبايي محتسبې دفتر ته له تللو وړاندې هم په دې معامله کې ګورنر شاه فرمان یو ګډ تحقیقاتي ټیم جوړ کړی وو چې مشري یې ذکاء الله خټک کوله. له نوموړي مو پوښتلي چې هغه تحقیقاتي ټیم د دې معاملې په څېړلو کې ولې ناکام شو؟ او اوس دا مسله په کوم پړاو کې ده؟

''موږ ته څوک د ګواهۍ لپاره نه راتلل بلکې موږ به پخپله خلکو پسې ورتللو او څوک خبرو ته نه تیارېدل. نو موږ به هله د مسلې جرړې ته رسېدلی چې چا راته ګواهي راکړې وی. د صوبايي محتسبې دفتر ته ګواهان ورغلي نو ځکه یې فیصله وکړه. زه دا نه شم ویلی چې د ګونر په تحقیقاتي ډله د خلکو اعتماد نه وو او که باور. اوس د صوبايي محتسبې فیصله ګورنر ته وړاندې کړل شوې او هغه به پرې حتمي فیصله کوي.''

د جنسي ځورونې دا پېښه کله او څنګه شوې وه؟

پروفېسر ډاکټر امیرالله د امنه اشفاق تورونه رد کړي او دا ګام یې د ځان خلاف سازش بللی دی.

د اسلامیه کالج پوهنتون د سیاسیاتو په څانګه کې د درېیم سیمسټر زده کوونکې امنه اشفاق د ۲۰۲۰م کال په شپږم نومبر د پوهنتون انتظامیې ته لیکلی شکایت جمع کړ چې پکې یې د د سیاسیاتو د څانګې مشر ډاکټر امیرالله په جنسي ځورونه تورن کړی وو.

امنه اشفاق په دې اړه مشال رېډیو ته وویل چې دا پېښه د نومبر په پنځمه نېټه هغه مهال شوې وه چې دا ډاکټر امیرالله خپل دفتر ته ور وغوښته:

''ما ته یې وویل چې جینکۍ هره مسله خپلو ملګرو سره شریکوي خو زه چې تا ته کومه خبره کوم نو دا به خپل ځان پورې ساتې. د هغې نه پس یې وویل چې زه ستا سره دوستي کول غواړم او چې زما او ستا ترمینځ هر څه وي نو هیچا ته به یې نه وایو. ما ورته وویل چې د استاد او شاګرد ترمینځ رشته مه خرابوه. دغه وخت کې د دفتر یو نوکر چای راوړ او په وتلو کې یې د دفتر دروازه پوره بنده نه کړه. نو دی (ډاکټر امیرالله) ورپاڅېده، دروازه یې پوره بنده کړه او زما لاس یې ونیوه چې ما سره د دوستۍ وعده وکړه. ما ترې خپل لاس خلاص کړ او بهر ته مې منډه کړه.''

امنه اشفاق زیاتوي چې له هغې وروسته یې په پوهنتون کې له خپلو ملګرو او وروسته یې له خپلې کورنۍ سره دا خبرې شریکې کړې چې بیا یې پلار د پوهنتون انتظامیې ته لیکلی شکایت ورکړ.

په دې مسله کې تر اوسه درې واره تحقیقات شوي چې پکې پروفېسر ډاکټر امیرالله د امنه اشفاق تورونه رد کړي او دا ګام یې د ځان خلاف سازش بللی دی.

د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې وفاقي محتسب ادارې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر میاشتې د راپور ترمخه په تیرو دوو کلونو کې په ټول پاکستان کې د جنسي ځورونو ۴۹۰ کېسونه ثبت شوي وو.

په اسلامیه کالج پوهنتون کې د جنسي ځورونې د پېښې وروسته هلې ځلې

د ۲۰۲۰م کال نومبر په ۱۰ مه نیټه د اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکیو د جنسي ځورونو خلاف مظاهره او لاریون وکړ چې پکې یې د دې ډول پېښو د پلټنو او پکې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د دې لاریون یو منتظم او د اسلامیه کالج پوهنتون د قانون د څانګې د لسم سیمیسټر زده کوونکي جابر خان مشال رېډیو ته وویل چې د لاریون مقصد یې د جنسي ځورونو په اړه د زده کوونکيو اګاهي او دې مسلې ته د پوهنتون انتظامیې پام اړونه وه:

''ما په پوهنتون کې د روانو چارو په اړه د ځوانانو د بیدارۍ او اګاهۍ لپاره یوه ډله جوړه کړې ده. موږ ته وخت په وخت د جنسي ځورونو شکایتونو راغلي وو او موږ ورته ویلي وو چې خپل شکایتونه دې د پوهنتون له انتظامیې سره درج کړه. خو زیاتره خلکو د خپلې حیا له وجې د شکایتونو درجولو نه ډډه کوله نو ځکه موږ د مظاهرې او لاریون کولو فیصله وکړه چې په دې اړه په زده کونکیو کې عمومي پوهاوی وشي او دا مسله د انتظامیې په نظر کې راوستل شي.''

جابر خان ادعا کوي چې د دې لاریون وروسته د اسلامیه کالج پوهنتون د انتظامیې لخوا په بېلا بېلو بهانو د ده د تنګولو لړۍ هم شروع شوې ده. خو یاده انتظامیه د جابر خان تور ردوي.

د دې لاریون یوه بله منتظمه میمونه وايي دوی دغه لاریون د کوم خاص کس پرضد نه وو کړی خو وايي اوس چې د صوبايي محتسبې فیصله راغلې پکار ده چې دا عملي شي:

''زما لپاره د فخر خبره دا ده، دې جینۍ دومره همت وکړ او کورنۍ یې ملاتړ وکړ. دې د جنسي ځورونې پېښه نه یواځې د پوهنتون انتظامیې بلکې تر ګورنر دفتره او صوبايي محتسبه ورسوله. اوس زه له انتظامیې هیله کوم چې د صوبايي محتسب فیصله په مکمله توګه عملي کړي.''

د جنسي ځورونې د پېښې په اړه د استادانو اتحادیه څه وايي؟

د جنسي ځورونو خلاف د زده کونکیو د لاریون نه پس د اسلامیه کالج پوهنتون د استاذانو اتحادیې په یوه غونډه کې متفقه فیصله وکړه چې په کوم استاد د جنسي ځورونو بې ځایه تور ولګي نو له هغه سره به هر ډول ملاتړ کوي. په دې هکله د یادې اتحادیې مشر پروفیسر ډاکټر دلنواز خان له مشال رېډیو سره خبرو کې وویل:

''که زما کوم ملګری استاد مجرم ثابت شي نو هغه ته دې دوه چنده سزا ورکړل شي ځکه چې ده د استاد اعلا مقام ته زیان رسولی دی. خو که چا پرې د دروغو تور لګولی وي نو د هغې سپیناوی او تور لګوونګي ته هم سزا پکار ده. موږ د جنسي ځورونو خلاف یو او تل به یې پرضد ودرېږو ځکه چې دلته اسلامیه کالج پوهنتون او نورو تعلیمي ادارو ته په زرګونو زده کوونکې او ښوونکې جینکۍ او مېرمنې راځي، د هغوی هر ډول احترام او تحفظ مهم دی. موږ غواړو چې دا مسله دې په قانوني ډول حل کړی شي.''

خو یو فعال او وکیل سنګین خان په دې اړه وايي د صوبايي محتسب فیصله اعلا عدالتي حیثیت لري او تر کومې چې معطل شوی نه وي تر هغې د دې نه عملي کول به د عدالت سپکاوی ګڼل ګېږي.

''د صوبايي محتسب فیصله د هایکورټ د فیصلې برابر ده او په نه عملي کولو یې اسلامیه کالج پوهنتون ته د عدالت د سپکاوي نوټس هم جاري کېدای شي. د عدالتي فیصلې خلاف د اپیل حق وي خو که د دې اپیل په ترڅ کې دا فیصله معطله شوې نه وي نو پکار ده چې دا عملي شي.''

اېډووکېټ سنګین خان زیاتوي چې د نړۍ په هره مهذبه ټولنه کې چې جرم وشي د هغې تر شا د مجرم کورنۍ یا اتحادیې نه ودرېږي، پکار ده چې د اسلامیه کالج پوهنتون د استادانو اتحادیه هم د دې مقدمې تر اغېز لاندې راوستلو نه ډډه وکړي.

صوبايي محتسبې د امنه اشفاق لخوا د جنسي ځورونې د تور د مقدمې د نهو پاڼو لیکلې فیصله جاري کړې چې پکې د اسلامیه کالج پوهنتون په انتظامیه هم نیوکې شوي چې د جنسي ځورونې په شکایت یې سنجیده کاروايي نه ده کړې او د امنه اشفاق خلاف په ټولنیزو رسنیو د کردار کشۍ د کمپاین مخنیوی یې هم نه دی کړی.

د صوباي محتسبې د فېصلې خوا او شا یوه میاشت پوره شوه. خو د اسلامیه کالج پوهنتون د انتظامیې په وینا دا مقدمه لا هم د خیبر پښتونخوا د ګورنر په دفتر کې پرته ده او هېڅ معلومه نه ده چې حتمي فیصله به یې کله راځي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه د پاکستان او افغانستان په اړه اډیو او ویډیو رپورټونه جوړوي. هغه د زده کړو په اړه اونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG