د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند د سوات د ضمني ټاکنو نتيجې نه مني


په سوات کې پر پي کې ۷ حلقه ضمني ټاکنې (د جون د ۲۶مې انځور)
په سوات کې پر پي کې ۷ حلقه ضمني ټاکنې (د جون د ۲۶مې انځور)

عوامي نیشنل ګوند په سوات کې د هغو ضمني ټاکنو پايلې نه مني چې د غير حتمي نتيجو له مخې پکې د تحريک انصاف سياستوال بریالی شوی دی.

د پي کې اوو حلقې څوکۍ د اپرېل پر ۳۰مه د عوامي نیشنل ګوند غړي وقار احمد خان تر مړینې وروسته خالي شوې وه چې د د جون په ۲۶مه پرې بيا ټاکنې وشوې.

په سوات کې د انتخاباتو کمېشن دفتر د جون پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي چې د غیر حتمي نتیجو ترمخه د تحریک انصاف ګوند فضل مولا ۱۷،۳۹۵ او ورپسې بیا د عوامي نیشنل ګوند احمد حسین چې په خان نواب مشهوره دی، ۱۴،۴۰۶ رایې ترلاسه کړي دي.

عوامي نیشنل ګوند د ټاکنو د نتيجو تر راتلو وروسته، رسنيو ته په لېږدولي يو بیان کې وويل چې دا ردوي. په بيان کې په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنې تورونه پورې کړی خو صوبايي حکومت او انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي دي.

د ټاکنو کمېشن ويلي چې د انتخاباتو پر نتيجو اعتراض کوونکي خپل شکايت ثبتولی شي چې د قانون سره سمه کارروايي به پرې کيږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په وینا، په سوات کې د صوبايي اسمبلۍ د اوومې حلقې (پي کې ۷) څوکۍ لپاره د ۴ نوماندانو ترمینځ سیالي وه. کمېشن وايي، د صوبايي اسمبلۍ اوومې حلقې زیاتره رايې ورکوونکي د کبل تحصیل اوسېدونکي ول. د کمېشن په خبره، په هغه حلقه کې ټول ۱۸۰٫۰۰۰ رجسټر ووټران ول چې پکې ۸۰،۰۰۰ یې ښځې وې.

د ضمني انتخاباتو لپاره ۱۲۴ د رايې اچونې مرکزونه جوړ شوي ول او انتظامیې یې د امنیت لپاره خوا او شا ۳۰۰۰ سرتيري ځای پر ځای کړي‌ وو.

XS
SM
MD
LG