د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت مخالفه ګوندونو د عمران خان د سوات پر جلسې نيوکې کړې


عمران خان په اسلام اباد کې خپلو ملاتړو ته وينا کوي. د ۲۰۱۶ز کال د نومبر درېیمه عکس
عمران خان په اسلام اباد کې خپلو ملاتړو ته وينا کوي. د ۲۰۱۶ز کال د نومبر درېیمه عکس

د خيبر پښتونخوا په سوات کې حکومت مخالفه ګوندونو ويلي، په دې ضلع کې د وزیراعظم عمران خان تر ولسي غونډې وروسته راتلونکې بلدياتي ټاکنې نورې منصفانه نه دې پاتې شوي.

عمران خان د مارچ پر ۱۶مه په سوات کې د جلسې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې په انتخاباتو کې دې خپلې رايې د ده ګوند پاکستان تحريک انصاف نوماندانو ته ورکړي.

پاکستان مسلم ليګ نواز او جماعت اسلامي د وزیراعظم پر دې بیان نيوکې کړې دي. د مسلم ليګ نواز جنرل سېکرټري احسن اقبال د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال پر انتخاباتي کمېشن غږ وکړ چې د انتخاباتي اخلاقو د ضابطې د سرغړونو له کبله دې د عمران خان د اسمبلۍ غړيتوب ختم کړي.

هغه زیاته کړه چې د کمېشن پر منع کولو سربېره هم عمران خان په سوات کې جلسه وکړه او د ده په وینا، که انتخاباتي کمېشن هغه نااهله ونه ګرځوي، نو بیا به هر زورور په قانون پورې ټوکې کوي.

د جماعت اسلامي د سوات مشر محمد امين چې په بلدياتي انتخاباتو کې نوماند هم دی، د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وويل چې په ټول سوات کې د عمران خان د هرکلي لپاره بېنرونه لګول شوي ول چې د ده په وینا، دا د انتخاباتي کمېشن له اخلاقي ضابطې سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه: " نن په ټوله مېنګوره کې د وزیراعظم صاحب [عمران خان] د هرکلي لپاره لوی لوی بېنرونه لګېدلي دي چې دا د انتخاباتي کمېشن د ضابطه اخلاقو هم خلاف ورزي ده. د هغه لپاره بل او د عامو اميدوارنو لپاره بل شان قانون دی. موږ دا ويلای شو چې انتخابات ازادانه او منصنفانه نه دي."

نوموړي تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې حکومتي وسايل استعمالېږي چې د ده په وينا، په انتخاباتو کې به يې ټوله ګټه حکومتي ګوند (پاکستان تحريک انصاف) ته ورسېږي.

واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د مخالفه ګوندونو دې څرګندونو ته تر اوسه پورې هيڅ ځواب نه دی ويلی.

عمران خان دا ولسي غونډه د انتخاباتي کمېشن پر منع کېدو سربېره کړې ده. وزیراعظم تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۱مه په کوز دير کې هم جلسه کړې وه چې تر دې وروسته د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن هغه د ټاکنو له قانونه په سرغړونه تورن کړی وو او د مارچ پر ۱۴مه يې د وضاحت لپاره ورغوښتی وو خو نوموړی لاهم کمېشن ته نه حاضر شوی او نه يې هم کوم ليکلی وضاحت ورکړی دی. په کوز دير کې هم بلدياتي انتخابات کېدونکي دي.

انتخاباتي کمېشن پر ټولو حکومتي وزیرانو د صوبې هغو ۱۸ ضلعو پر ورتګ بندېز لګولی چې پکې د مارچ پر ۳۱مه نېټه بلدياتي ټاکنې کېدونکی دي.

عمران خان ولسي غونډې پر داسې مهال پیل کړې دي چې د مخالفه سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ او پيپلز پارټۍ د مارچ پر اتمه نېټه د هغه پرضد د بې باورۍ تحريک د قامي اسمبلۍ په سېکرېټېريېټ کې جمع کړ.

له هغه وروسته عمران خان د ولسي غونډو ترڅنګ له خپلو اتحاديانو متحده قامي موومنټ، بلوچستان عوامي پارټۍ، مسلم ليګ قايداعظم او ګرېنډ ډيموکرېټک الاینس سره ملاقاتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG