د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د طالبانو پر حکومت د بندېزونو لګولو غږ کړی


د بشری حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو ورسته ښځې له ستونزو سره مخ شوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (اېچ ار ډبلیو) پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعيت له امله دې د طالبانو پر حکومت سخت بندېزونه ولګوي.

سازمان ویلي، له کله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان په واک کې راغلي نو له هغه را وروسته د افغان ښځو او نجونو ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

سازمان نن (د جون پر نهمه) خپور شوي بیان کې زیاته کړې چې په افغانستان کې طالبانو د سختو بندیزونو په نافذولو سره ډيرې ښځې له حکومتي وظيفو څخه ګوښه کړي، هغوی یوازې سفر نه شي کولای او له دې سره سره د سختې پردې په عملي کولو سره په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنو ته سخت زیان رسېدلی دې.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د تېر مارچ د ۲۳مې د هغې فیصلې د غځولو سخت مخالفت کړی چې پکې يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندېز لګولی.

XS
SM
MD
LG