د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو له تروړلو لاس واخلي


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه (انځور له ارشيفه)
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه (انځور له ارشيفه)

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو د تروړلو پالیسي دې بس کړي.

د شورا ۱۵ واړه غړو د مې پر ۲۴مه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو د محدوديتونو له امله، ښځې په کار، تعليم او په ټولنيز ژوند کولو کې ستونزې لري. د دې شورا په وینا، بنديزونو په افغان ټولنه کې د ښځو معنا لرونکی انډول زيانمن کړی دی.

امنیت شورا ټینګار کړی چې دا محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له توقعاتو او هغو ژمنو سره په ټکر کې دي چې طالبانو د افغانستان له خلکو سره کړې وې. د امنیت شورا له طالبانو غوښتنه کړې چې له خپلو پالیسیو په شا شي او د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

طالبان دریځ لري چې بندیزونه یې له "شرعي چوکاټ سره سم" لګولي دي. طالبانو د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې.

د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اعلاميه ستايلې او مهمه یې بللې ده. هغه د مې پر ۲۵مه پر ټوېټر ليکلي چې نړۍ په یوه خوله له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو لاس واخلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت ختم کړ او هلته یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. طالبانو له هغه وخت راهیسې پر ښځو بېلابېل بنديزونه لګولي دي. په دې بنديزونو کې پر ښځو د مخ پټول جبري کول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، له نارينه محرم پرته له کوره پر وتلو محدودیت او په دفترونو کې د ښځو د کار محدودول شامل دي.

افغان مېرمنو د دې بنديزونو پرضد په افغانستان کې دننه او ځينو بهرنيو هېوادونو کې مظاهرې کړې دي. دوی هم له طالبانو غوښتې چې ښځې دې ژوند او کار ته پرېږدي.

د افغانستان ګاونډي هېواد چین، امريکا او روسیې په ګډون د امنیت شورا ټولو غړو د بیان ملاتړ کړی دی چې پکې په افغانستان کې د روان وضعیت، په ځانګړي ډول، په وروستیو کې پر ملکي وګړو د پرله پسې ترهګرو حملو او همداراز د نشه يي موادو د کښت او قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG