د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شيراني کې اور د چنغوزو څومره ونې سوځولې او ځايي اقتصاد ته څومره زیان رسیدلی؟


ځايي خلک وايي چې دا اور لا هم په پوره توګه نه دی وژل شوی بلکې ځای په ځای سکروټې بلې دي او لوګي ترې پورته کېږي.
ځايي خلک وايي چې دا اور لا هم په پوره توګه نه دی وژل شوی بلکې ځای په ځای سکروټې بلې دي او لوګي ترې پورته کېږي.

د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع شېراني کې د چنغوزیو د ځنګل مالکان وايي، اور د دوی د امدن یوازېنۍ وسیله نژدې له منځه وړې ده. دوی وايي، د شېراني په غره کې د نژدې دوو اونیو اور یې د چنغوزیو ځنګل له خاورو سره ګډ کړی دی.

د یادې سیمې یو قبایلي مشر ملک عبدالستار شېراني د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې یوازې د دوی شخصي په کروړونو روپیو تاوان شوی دی. هغه وویل، "تېر کال موږ دوه سوه ګونۍ (بورۍ) فصل اخیستی وو چې په یوه ګونۍ کې ۱۰۰ کیلو وي نو دا پنځه سوه منه جوړېږي. موږ یو کروړ روپیو جوړې کړې وې خو راتلونکی فصل چې په اتمه او نهمه میاشت کې اخیستل کېږي موږ هیڅ تمه نه لرو ځکه چې غر ټول وسوځېد."

د علا الدین په نوم یو بل کس مشال راډیو ته وویل، دوی درې وروڼه دي او د چنغوزیو له دې غره پرته نور هیڅ امدن نه لري. هغه زیاته کړه، "تېر کال مو ۱۱ لاکه او ۳۰ روپۍ په جوړې کړې وې، بس په دوبي کې دا مزدوري وکړو او په ژمي یې خورو خو اوس هغه زموږ د برخې ځنګل تر نیم زیات سوځېدلی دی."

دا زموږ په غره کې دوه سوه ګونۍ فصل سوځېدلی دی چې شاوخوا پنځه سوه یا شپږ سوه منه کېږي، د ځنګل لږه برخه پاتې ده او ډېره سوځېدلی ده.
حاجي مسعود

حاجي مسعود مشال راډیو ته وویل چې یوازې د دوی د خپلې کورنۍ شاوخوا پنځه سوه منه چنغوزي په دې اور کې سوځېدلي دي.نوموړي وویل، "دا زموږ په غره کې دوه سوه ګونۍ فصل سوځېدلی دی چې شاوخوا پنځه سوه یا شپږ سوه منه کېږي، د ځنګل لږه برخه پاتې ده او ډېره سوځېدلی ده." حاجي مسعود زیاته کړه چې د دې سیمې د خلکو نور جایدادونه نشته بلکې د چنغوزیو ځنګل یې د روزۍ وسیله وه.

په ږوب کې د چنغوزیو یو کاروباري عین الدین مشال راډیو ته وویل چې د چلغوزیو ځنګل سوځېدو د مالکانو په څېر کاروباریان هم تاواني کړي دي.نوموړي وویل، که څه هم اوس کره اندازه نشي لګولای خو راتلونکی فصل به د نه برابر وي. نوموړي د خپل کلني کاروبار په اړه وویل، "دا فرق کوي، یو کال لس کروړه وي، بل کال پنځه او بل یو کروړ وي، هم داسې د چا د لسو ګونیو غر دی، د چا د پنځو دی او د چا د یوې ګونۍ غر دی."

د زراعت د ودې لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو اداره – ایګریکلچر اینډ فوډ ارګنایزېشن - هم د دې خلکو د دې خبرې پخلی کوي چې د دوی تاوان بېخي زیات شوی دی. د یادې ادارې د بلوچستان مشر یحیا موساخېل د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د دې سیمې خلک په مالي توګه پنځوس کاله پرشا لاړو.ده وویل، "زموږ د اندازې مطابق له ۳۰ تر ۴۰ زره هیکټره ځنګل تباه شوی دی، یوه ونه تر فصل رسېدو ۴۰ کاله وخت اخلي، او بیا یوه درخته له ۳۵ زرو تر ۴۰ امدن کوي، نو سرسري اندازه ده چې له ۴۰ څخه تر ۵۰ کروړه یوازې د فصل تاوان شوی دی."

د چنغوزیو د ځنګل متاثره شوي مالکان وايي، حکومت باید د اورلګېدو وجوهاتو معلومولو لپاره د کره پلټنو ترڅنګ دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله هم وکړي.

د شېراني ضلعې مرستیال کمشنر اعجاز جعفر د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د دې لپاره کمېټۍ جوړه شوې ده چې تر پلټنو وروسته به نتیجې په ډاګه شي. ده وویل، تر څو چې د حکومت له خوا په مسلکي توګه کره جاج نه وي اخیستل شوی تر هغه وخته د تاوان اټکلونه تر وخت له مخه خبره ده.

اعجاز جعفر وویل، "کمشنر صاحب د دې لپاره یوه ډله جوړه کړې ده چې په هغه کې ډي سي، د ځنګلي حیاتو محکمې، ځنګلاتو محکمې، حیواناتو محکمې، د امدن ضلعې اداره شامل دي، دوی به سروې کوي او د هغه پر اساس به د رسېدلي تاوان اندازه لګوي، تر هغه وړاندې هر څه یوازې اټکلونه دي."

دا له هغه وروسته ده چې د شېراني ضلعې په سلېمان غره کې د مې پر ۱۲مه داسې اور لګېدلی وو چې نژدې دوې اونۍ بل وو.د بلوچستان د ځنګلاتو محکمې په وینا، دا اور یې د مې له ۲۵مې د ایران د اور وژونکې ځانګړې الوتکې په مرسته قابو کړی دی.خو ځايي خلک وايي چې دا اور لا هم په پوره توګه نه دی وژل شوی بلکې ځای په ځای سکروټې بلې دي او لوګي ترې پورته کېږي.

XS
SM
MD
LG