د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: په ځنګل کې اور لګېدو يوه مور او درې ماشومان وژلي


ځايي پوليس د جون پر څلورمه د شانګلې په سرکول سيمه کې د اور وژنې هڅه کوي.
ځايي پوليس د جون پر څلورمه د شانګلې په سرکول سيمه کې د اور وژنې هڅه کوي.

د شانګلې ضلعې د لیرې پرتې سیمې سرکول غرونو په ځنګل کې د اور لګېدو له کبله د یوې کورنۍ څلور کسان وېل شوي دي.

د شانګلي بشام پوليسو مشر ډي اېس پي جهانزيب خان نن (جون څلورمه) مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د چکیسر تحصیل په سرکول سیمه کې په غرونو کې اور لګېدلی، چې یوه مور او د هغې درې ماشومان پکې سوځېدلي او مړه شوي دي. پوليس، د ژغورنې ادارې غړي او ځينې ځايي رضاکاران د اور وژلو لپاره تللي خو لا هم په اور وژنه کې نه دې بريالي شوي.

په دې ورستيو کې د خيبرپښتونخوا بونير، سوات، شانګلې او وزیرستان د ځينو غریيزو سیمو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

په عین حال کې د بونیر د ایلم غره په خواوشا سیمو کې له تیرو څلورو ورځو راهيسې اور بلېږي. ځايي چارواکي وايي چې د اور وژلو لپاره یې له پوځ څخه مرستې غوښتې دي.

بلخوا تېره مياشت (مې) د بلوچستان په شيراني ضلع کې د کسې غرونو په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله د ځنغوزو او زيتون زرګونه ونې سوځېدلي او درې کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG