د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغانانو ته ټرانزيټ‌ وېزې ورکوي


يوه افغانه مېرمن د سفر په حال کې (انځور له ارشيفه)
يوه افغانه مېرمن د سفر په حال کې (انځور له ارشيفه)

د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته د ټرانزيت وېزو ورکولو پرېکړه کړي چې له دغه هېواده د نړۍ نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د وفاقي کابینې د پرېکړې له مخې درېیمو هېوادونو ته تلونکي افغانان به له دې وروسته پاکستان ته په رسېدو سره سم یا On Arrival وېزې ترلاسه کړي.

وزيراعظم شهبازشریف د جون پر ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې افغان وګړو ته د ټرانزیټ ویزو ورکړه به "له هغوی سره د راتلونکي سفر لپاره د کاغذي کارونو په بشپړولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاته کړې، "د حکومت لخوا د افغان ویزې نوې پالیسي زموږ د هڅو یوه برخه ده چې د اړتیا په وخت کې خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرستې ته دوام ورکړو."

په پاکستان کې په زرګونو هغه افغانان بهر هېوادونو ته د تګ په تمه اوسیږي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو د واکمنۍ تر پيل وروسته یې غربي ملکونو کې د پناه اخیستو غوښتنليکونه ورکړي دي. په دوی کې اکثره یې خبریالان، د بشري حقونو فعالانو او هنرمندان دي.

د پاکستان د ټرانزیټ وېزو اسانولو وروسته، که افغانان د نورو هېوادونو سفارتونو ته ورځي او یا د سفر لپاره اسناد برابروي نو کولای شي تر یو څه وخته پورې په پاکستان کې په قانوني ډول پاتې شي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو که څه هم څه باندې ۱۲۴ زره کسان له کابله په مستقیمو پروازونو کې بهر یوړل شول خو تر هغه را وروسته بهر لویدیځ ته د کډوالۍ په تکل ګڼ افغانان د پاکستان له لارې سفر کوي.

پاکستان داسې وخت د دغو افغانانو لپاره د ټرانزیټ ویزو اسانتیا رامنځته کړه چې تېرو څو اونیو کې په کابل کې د پاکستان سفارت ډېرو افغانانو ته ویزې نه ورکولې او دلیل یې دا راوړی وو چې د دغو خلکو فارمونه او غوښتنلیکونه نيمګړي وي.

XS
SM
MD
LG