د پاکستان کورنيوو چارو وزیر وايي، سر له سبا (د جنورۍ له لومړۍ نېټې) څخه د افغانستان په ګډون د ۱۹۱ هېوادونو خلکو ته انلاين يا پر انټرنېټ وېزې ورکول پیلوي.
شيخ رشيد احمد د دېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل دا کار يې د ویزو په سيسټم کې د رشوتونو مخنيوي لپاره کړی دی.
خلک کولی شي دا انلاین وېزې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت، کورنيوو چارو وزارت او نادرا دفتر پر ويب سايټونو د ورکړل شوو لينکونو له لارې د فيس په جمع کولو سره تر لاسه کړي.
تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفارت ويلي ول چې د ویزو اخیستو ګڼې ګوڼې کمولو لپاره یې په سفارت او کونسلګريوو کې د درخواست جمع کولو ۱۷ نورې کړکۍ پرانیستې دي.