د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني عدالت د روسيې سرتېري ته عمر بند سزا اورولې


د روسيې سرتېری واديم شیشي مارین په عدالت کې.
د روسيې سرتېری واديم شیشي مارین په عدالت کې.

پر اوکراين د روسيې تر یرغل وروسته د جنګي جرمونو په لومړۍ مقدمه کې د کېيف يو عدالت د روسيې يو ۲۱ کلن سرتېري واديم شيشي مارين ته د يو ولسي وګړي د وژنې په تور عمر بند سزا اورولې ده.

قاضیانو دا سزا د مې پر ۲۳مه واوروله. هغه تر دې مخکې منلې وه چې يو ۶۲ کلن اوکراينی الیګزانډر شيليپوف يې وژلی دی. شيليپوف د اوکراين په شمال شرقي سومي سيمه کې د چوپاخېوا په کلي کې د سايکل چلولو پر مهال وژل شوی وو.

د فبرورۍ په مياشت کې د روسيې يرغل له پيل وروسته اوکراين روسي ځواکونه د تېرو دريو مياشتو په دوران کې په وژونکو ويجاړيو او له ولسي وګړيو سره په ظلم تورن کړي دي.

ازادو رسنيو او د بشري حقونو ادارو هم ډير شواهد جمع کړي چې د مسکو له خوا د ملکي وګړيو په نښه کول ښيي خو روسیه په تکراري توګه په جنګي جرمونو کې لاس لرل ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG