د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ولسمشر: روسیو ځواکونو د دونباس سیمه "په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده."


ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۱۹مه ناوخته په ویډیويي وینا کې پر روسیو ځواکونو دا تور هم پورې کړ چې هغوی چې څومره امکان لري هومره اوکراینیان وژني او په حملو کې زیانونه اړوي.
ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۱۹مه ناوخته په ویډیويي وینا کې پر روسیو ځواکونو دا تور هم پورې کړ چې هغوی چې څومره امکان لري هومره اوکراینیان وژني او په حملو کې زیانونه اړوي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې روسیو ځواکونو د هغه هېواد د دونباس سیمه "په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۱۹مه ناوخته په ویډیويي وینا کې پر روسیو ځواکونو دا تور هم پورې کړ چې هغوی چې څومره امکان لري هومره اوکراینیان وژني او په حملو کې زیانونه اړوي.

ولسمشر زېلېنسکي دا تور تکرار کړ چې روسیه توکموژنه کوي او زیاته یې کړه چې هغه سیمه په ((دوزخ)) بدله شوې او دا چې (((دا مبالغه نه ده.))

اوکرایني ولسمشر وویل، د مې پر ۱۹مه په سېوېرودونېڅک سیمه کې د روسیو ځواکونو په ((بې رحمانه او مطلقه بې حسه بمبارۍ کې)) ۱۲ کسان وژل شوي دي.

ده وویل، ((پر اودېسا سیمې او د مرکزي اوکراین پر ښارونو مسلسله بمباري روانه ده)) او ((دونباس بشپړ ویجاړ شوی دی.))

مسکو د زېلېنسکي د تازه څرګندونو او تورونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

اوکرایني ولسمشر وویل چې د مې پر ۱۹مه یې د برتانیې له وزیراعظم بورېس جانسن او د اروپايي ټولنې د کمېشن له مشرې اورسولا فن دېر لېین سره د مالي مرستو، کرنیزو برامداتو، او ((له ازوفستاله د اتلانو د ایستلو)) په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي ول چې د هغو سلګونه اوکراینیو جنګیالیو نوملیکنه یې پیل کړې چې په ماریوپول کې د جنګي زندانیانو په توګه د فولادو له هغې کارخانې وتلي ول.

ادارې د جنګي بندیانو په توګه د جنګیالیو نوملکینه د ((هغوی د ځای ځایګي معلوم ساتلو او ورسره د انساني او باوقاره چلند باوري کولو لپاره اړینه)) بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG