د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د مذهبي لږکيو د رايو رجسټرول زيات شوي


د پاکستان انتخاباتي کمیشن له خوا خپرې شوې شمېرې ښيې چې په دې هېواد کې په تېرو پنځو کلونو کې د مذهبي اقليتونو د ووټ اندراج ۳۰ فيصده زيات شوی دی.

ددې شمېرو ارزونه د پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼې دي اېکسپريس ټربيون کړې ده.

د جولايي ۲۵ مې تر ټاکنو وړاندې د پاکستان انتخاباتي کميشن د ګل په ورځ د رايې ورکونکيو حتمي فهرست خپور کړ چې له مخې يې په دې هېواد کې د رايې ورکونکيو شمېر تر لس کروړه او نهه پنڅوس لاکه زيات دی.

اوس هم شاوخوا ۳۰ فيصده داسې لږکي شته چې د رايې ورکوونکيو په توګه رجسټر شوي نه دي.
رامیش کمار

خو دي اېکسپريس ټربيون ورځپاڼې بيا ددې فهرست په اساس حساب لګولی چې په دې کې شاوخوا ۳۶ لاکه رايې ورکونکي له اقليتي مذهبي ډلو سره تړاو لري.

خو ورځپاڼه وايي چې که وکتل شي نو په تېرو پنځو کلونو کې د اقليتونو د ووټونو درجولو شرح ۳۰ فيصده زياته شوې ده چې پکې تر ټولو زيات هندوان دي.

د سيند تهرپارکهر او عمرکوټ سيمې څخه د قامي اسمبلۍ لپاره کانديد رامېش کمار د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې د زياتوالي وجه د خلکو له خوا د ووټونو په اندراج کې دلچسپی اخيستل دی.

خو نوموړی وايي چې اوس هم شاوخوا ۳۰ فيصده داسې خلک شته چې د رايې ورکوونکيو په توګه رجسټر شوي نه دي.

که څه هم په سرشمېرنه کې زموږ د نفوسو شمېر او دا شان د ووټونو رجسټرېشن زيات شوی خو په قامي او صوبايې اسمبليانو کې مو ځانګړې څوکۍ زياتې شوې نه دي.
رادېش کمار

د انتخابي کميشن د شمېرو له مخې عيسويان هغه دويمه مذهبي ډله ده چې په زيات شمېر کې يې ووټونه درج شوي دي.

دا شان سکهان چې زياتره په خېبرپښتونخوا کې مېشت دي تر ۸۸۰۰ يې زيات رايې ورکوونکي لري.

خو له پېښور يو انتخابي کانديد رادېش سنګهه ټوني د دوشنبې مازيګر مشال راډیو ته وويل چې که څه هم په سرشمېرنه کې يې د نفوسو شمېر او دا شان د ووټونو رجسټرېشن زيات شوی خو په قامي او صوبايې اسمبليانو کې يې څوکۍ زياتې شوې نه دي.

په پاکستان کې په مذهبي لږکيو کې زياتره هندوان په سيند، سکهان په خېبر پښتونخوا او پنجاب، عیسويان په پنجاب او سيند او احمديان په پنجاب صوبه کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG