د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې سیکانو د امنيت لپاره مظاهره وکړه


سیکانو پخوا هم پر دوی د بریدونو په خلاف مظاهرې کړې دي (تصویر له ارشیفه)
سیکانو پخوا هم پر دوی د بریدونو په خلاف مظاهرې کړې دي (تصویر له ارشیفه)

په پېښور کې د مې پر ۱۵مه مازيګر ګڼو خلکو د دوو سيکانو د وژنې د پېښې پرضد مظاهره کړې ده.

دوی هغه پېښه وغندله او له حکومت يې د امنيت ورکولو غوښتنه وکړه. په دې احتجاج کې له سيکانو مظاهره چيانو سره ځايي هندوان او مسلمانان هم ملګري ول.

مظاهره چيانو د پېښور په سربند کې د دوه وژل شويو سیکانو دوکاندارانو لپاره د انصاف غوښتنه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د ټولو مذهبي لږکيو ژوند خوندي کړي.

د مې پر ۱۵مه د پېښور سربند تاڼې په حدودو کې په بټه خېل بازار کې نامعلومه وسله والو دوه سيکان وویشتل. د پېښور د پوليسو مشر اعجاز خان رسنيو ته ويلي چې بريدګر پر موټرسايکل سپاره ول او تر حملې وروسته تښتېدلي دي خو زیاته کړې یې ده چې پلټنې روانې دي.

د خيبر پښتونخوا وزیراعلا د مې پر ۱۵مه په يو بیان کې پېښه غندلې او پوليسو ته يې د مشکوکو قاتلانو د نيولو امر وکړ. پولیسو لا هم په دې تړاو څوک نيولي نه دي او نه هم چا د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې پر سیکانو یا نورو مذهبي لږکيو داسې حملې کېږي. د سيکانو د حقونو يو مبارز صاحب سنګ د مې پر ۱۵مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې له ۲۰۰۹ز کال راهيسې يوازې په پېښور کې ۲۱ سيکان وژل شوي.

په پخوانيو پېښو کې د ځينو ذمه واري ناقانونو وسله والو ډلو تحريک طالبان پاکستان او د ځينو هغو داعش منلې ده.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د بېلابېلو مذهبي اقليتونو له استازو سره یې په غونډه کې د هغوی پر مسایلو خبرې کړې دي. دې ادارې زیاته کړې وه چې تر دې بحثونو وروسته د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د ځايي مسلمانانو په شان دې مذهبي لږکيو ته هم د پرمختګ يو شان موقعې ورکړي او د هغوی ژوند دې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG