د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نيويارک کې د يو هلک په ‌ډزو ۱۰ کسان وژل شوي


د مې په ۱۴مه، پولیس د پېښې په ځای کې ولاړ دي
د مې په ۱۴مه، پولیس د پېښې په ځای کې ولاړ دي

د امریکا په نیویارک ایالت کې یو ۱۸ کلن سپین پوستي ځوان په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تورپوستي دي په ډزو ۱۰ کسان ووژل او ۳ یې ټپیان کړل.

د پولیسو په وينا دې هلک د مې په ۱۴مه يو مارکيټ سره نيږدې ډزې وکړي. تورن کس وروسته پولیسو ته ځان تسلیم کړ.

چارواکو د دې پېښې انګېزه هغه تاوتریخوالی بللی چې اساس یې سخت نژادي تبعیض دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه پېښه کرکه پاروونکې بللې او غندلې یې ده. د چارواکو په خبره مشکوک ځوان ظاهراً دا حمله په یوازې سر کړې ده.

مشکوک بریدګر له خپله کوره تر څو ساعته مزله وروسته بوفالو سیمې ته تللی او دغه حمله یې له خپل ټويچ اکاونټ څخه چې په ژوندۍ بڼه د ويډيوګانو د خپرولو يو موبايل اېپ دی، خپروله. د ايمازان دا اېپ د ويډيو ګېمونو او ځوانانو تر منځ د ژونديو ويډيو خپرولو لپاره پيژندل کيږي.

د چارواکو په وينا، ډېری کسان چې ډزې پرې شوي، تورپوستي وګړي دي. د عدالت په اسنادو کې د مشکوک تن نوم پېټن ګینډرن ښوول شوی. هغه د نيويارک په جنوب کې د کانکلين واړه ښارګوټي اوسېدونکی دی چې خوا او شا ۵۰۰۰ کسان پکې اوسیږي.

مشکوک تن تر دې پېښې څو ساعته وروسته د لومړي درجه قتل په تور یو عدالت ته حاضر کړای شو. هغه ته د عمر قيد سزا کېدلی شي. په نیویارک کې د مرګ سزا د قانون له مخې بنده ده.

XS
SM
MD
LG