د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ټیکساس ایالت په یو سکول کې ډزو لس تنه وژلي


د هغه سکول عکس چې برید پکې شوی وو
د هغه سکول عکس چې برید پکې شوی وو

د امریکا چارواکي وايي ، په ټېکساس ایالت کې د یو تن لخوا په سکول کې په ناتاره ډزو کې د يوې پاکستانۍ زده کونکې سبيکه شيخ په ګډون لس کسان وژل شوي.

د دې ايالت ګورنر ګريګ ايبټ ويلي مشکوکه برید کونکی چې دا مهال د پولیسو په ولقه کې دی، له نوموړي سره چاوديدونکي الات هم وو.

نوموړي ويلي چې بريد کونکي د ځان وژلو اراده درلوده خو بيا يې پوليسو ته وويل چې د خپل ژوند د ختمولو حوصله نلري او ځان يې وروسپارو.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت خانې پخلی کړی دی چې په وژل شوو کې پاکستانۍ زده کونکې سبیکه شېخ هم شامله ده.

د چارواکو په خبره په پېښه کې لس کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د سانټافی ولسوالۍ د سکولونو ادارې یو بیان کې ویلي دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې په سکول کې په لوی شمیره زده کونکي موجود وو.

په سکول کې د ډزو تر اوریدو وروسته پولیس، امنیتي چارواکي او د بیړني حالت ادارې کارکوونکي د پېښې ځاې ته رسیدلي وو.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري اژانس له یو رپوټ سره سم ، یو زده کونکي د هیوسټن ځايي ټي وي ته ویلي چې برید کونکی د دوي د لومړي مضمون پر وخت کلاس ته ورننوتی وو او ناتاره ډزې یې پیل کړې وې.

امریکايي چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د برید کوونکي هدف څه وو.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ په وینا کې پرون وویل چې د پېښې له امله سخت خپه دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، “زما اداره هوډ لري چې زموږ د زده کونکو او ښوونځيو د امنیت لپاره هره ممکنه هڅه وکړي او وسلې د هغو کسانو له لاسه لرې وساتي چې ځان او نورو ته خطر پېښوي.”

په امريکا کې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې همپر یوه ښوونځي په برید کې لږ تر لږه ۱۷ زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG