د لاسرسي ځای

تازه خبر

وایټ‌هاوس په خوا کې تر ډزو وروسته، ټرمپ له خبري غونډې وویستل شو


ټرمپ هغه وخت له غونډې وویستل شو کله چې نوموړي په امريکا کې د کورونا وايرس سره د مبارزې په اړه معلومات شريکول.
ټرمپ هغه وخت له غونډې وویستل شو کله چې نوموړي په امريکا کې د کورونا وايرس سره د مبارزې په اړه معلومات شريکول.

د امریکا ولسمشر د اګست پر ۱۰ مازيګر په وايټ هاوس يا سپينه ماڼۍ کې هغه وخت له خبري غونډې په بيړه توګه وویستل شو چې د دې ماڼۍ له کټارو سره ډزې وشوې.

د امريکا د پټو خدمت يو مامور يوازې څو دقيقې وروسته ټرمپ ته هغه وخت په غوږ کې څه وويل چې نوموړي په امريکا کې کورونا وايرس ته د غبرګون په اړه معلومات شريکول.

له دې سره سمدستي هغه له خبرې خونې ووت خو څو دقيقې وروسته يې بېرته خبرې غونډه پيل کړ او وې ويل چې حالات په کنټرول کې دي.

ټرمپ زياته کړه چې يو کس روغتون ته رسول شوی او دی نه دی خبر چې د هغه حالت څنګه دی.

بلخوا پټ خدمت څانګې وروسته تاييد کړه چې ډزې شوي او يو کس او د پټ خدمت مامور روغتون ته وړل شوي دي. د دې ډزو په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG