د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې پر خلکو د ډزو يوه بله پېښه


د امريکا په ټيکساس ايالت کې يو سړي په يوې کليسا کې پر خلکو ناتاري ډزې کړي دي، لږ تر لږه ۲۶ کسان يې وژلي او ۲۰ نور يې ټپي کړي دي.

د ټيکساس ګورنر، ګريګ ايبټ ويلي، د سدرلينډ سپرنګ په نوم د يوه ښارګوټي په کليسا کې، چې له سين اونټانيو نومي ښاره ۳۰ ميله ليرې پروت دی، پر خلکو د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.

دا پېښه پرون د امريکا پر وخت سهار ۲۰ باندې ۱۱ بجې وشوه، چې شاوخوا ۲۰ کسان پکې ټپي شوي هم دي.

نړيوالو خبري ادارو د ځايي پوليس چارواکو په حواله ويلي، حمله کوونکی ۲۶ کلن ډيوېن پيټرک کيلی وو، چې له پېښې وروسته وژل شوی.

چارواکو ويلي، بريدګر د سين اونټانيو ښار اوسيدونکی وو او داسې نه مالوميږي چې له کومې ترهګرې ډلې سره يې تړاو درلود.

په ځينو رپورټونو کې راغلي چې کيلی يو وخت د امريکا په هوايي ځواک کې دنده تر سره کړې وه.

د ټيکساس چارواکو ويلي، په کليسا کې پر عبادت کوونکو د ډزو په دغه پېښه کې، چې د ايالت په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ هغه ياده شوې، له پينځو نيولې تر ۷۲ کلونو عمر لرونکي کسان وژل شوي دي.

رپورټونه وايي، په کليسا کې تر ډزو کولو وروسته بريدګر د تېښتې په حالت کې وو چې يوه عام وګړي ډز پرې وکړ. د بريدګر مړی بيا د پېښې له ځايه ليرې د هغه په ګاډي کې وموندل شو.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې دا مهال د اسيايي هېوادونو په سفر دی، د ټيکساس پېښه غندلې او دغه يې يو شيطاني کار بللی دی.

نوموړي د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي چې حالات له نيږدې څاري.

څو اوونۍ مخکې هم د امريکا په لاس ويګاس ښار کې يو سړي د موسيقۍ په يوه ميداني پروګرام کې پر خلکو ډزې کړې وې او ۵۸ کسان يې وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG