د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره خوشې کړل شوی


علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره راوستل شوی او بيا بېرته زندان ته لېږدول شوی دی. انځور له ارشيفه
علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره راوستل شوی او بيا بېرته زندان ته لېږدول شوی دی. انځور له ارشيفه

د سیند صوبايي حکومت له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر په موقت ډول له زندانه خوشې کړی دی.

د کراچۍ زندان د پولیسو مشر حسن ستو نن (مارچ ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل چې علي وزیر د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت په امر له کراچۍ څخه اسلام اباد ته لېږي چيرې چې به نوموړی د وزیراعظم پر ضد د بې باورۍ تحریک په اړه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې برخه اخلي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوشمېر حکومت مخالفه مشرانو د مارچ پر ۲۵مه سپيکر اسد قيصر ته ليک لېږلی وو چې د اسمبلۍ غونډې ته د علي وزير د راستلو امر جاري کړي، خو د قامې اسمبلۍ سپیکر د علي وزير د راوستلو امر يا "پروډکشن اډر" جاري نه کړ بلکې د سیند حکومت هغه په موقتي ډول په ضمانت خوشې کړی دی.

د پاکستان ملي جمهوري غورځنګ مشر او له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب استازي محسن داوړ د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې علي وزیر د سیند حکومت په پېرول خوشې شوی او اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:38 0:00

علي وزیر له شاوخوا ۱۵ مياشتو راهیسې د ۲۰۱۸ز، ۲۰۱۹ز او ۲۰۲۰ز کلونو په مقدمو کې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. پر هغه د رياست او ریاستي ادارو پر ضد د ويناګانو او د خلکو پارولو درې مقدمې دي خو هغه دا تورونه ردوي. د نوموړي وکيلان دا تور ردوي او وايي‌ چې علي وزیر ته د پاکستان ايين د بيان د ازادۍ حق ورکړی او په پالیسيو نيوکې غداري نه ده.

د پاکستان سپريم کورټ نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په نورو دوو مقدمو کې لا هم د هغه ضمانت نه دی منل شوی او پرضد یې قضیې روانې دي.

علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره راوستل شوی او بيا بېرته زندان ته لېږدول شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روان ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د علي وزیر او د پي ټي اېم د نورو غړو پرضد د مقدمو ختمولو لپاره په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت روان کړی وو چې د مارچ پر اتمه ناوخته يې د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه.

د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د مارچ پر اتمه شپې مهال پرلتوالو ته په وينا کې اعلان وکړ چې د سيند حکومت او پي ټي اېم ترمينځ موافقه لاسليک شوې چې ورسره سم یې صوبايي حکومت ته د علي وزیر د خوشې کولو او د غورځنګ د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی. د هغه په وينا که د سيند حکومت خپلې ژمنې عملي‌ نه کړې نو بيا به پرلت پيلوي.

XS
SM
MD
LG