د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما پر طالبانو د نجونو د لوړو زده کړو ښوونځيو د پرانيستلو غږ کړی


په کابل کې د مارچ پر ۲۶مه نېټه ښځو د نجونو لپاره د ښوونځيو د خلاصولو لپاره مظاهره وکړ.
په کابل کې د مارچ پر ۲۶مه نېټه ښځو د نجونو لپاره د ښوونځيو د خلاصولو لپاره مظاهره وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیالې مشرې میټي نودسن وایي، طالبان باید د نجونو د لوړو زده کړو ښوونځي زر تر زره خلاص کړي.

یوناما د مارچ پر ۲۷مه نېټه په یوه ټویټ کې ویلي چې میرمن نودسن پکتیا کې د طالبانو له والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونو او د مدني ټولنې له استازیو سره وليدل.

ټویټ زیاتوي چې نوموړې ټینګار کړی چې د طالبانو چارواکي باید له ژمنو سره سم د نجونو منځني ښوونځي او لیسې سمدستي بیرته پرانیزي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

خو دوی د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګي پورته تر خلاصېدو یوازې څو ساعته وروسته د دغو ښوونځیو د بیا تړلو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG