د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب ګورنر له دندې ليرې شو، د وزيراعلی د ټاکلو لپاره رايې اچول کيږي


چوهدري محمد سرور
چوهدري محمد سرور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجاب صوبې ګورنر چوهدري محمد سرور له دندې ليري کړی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري د اپريل په درېيمه پر ټويټر ليکلي چې بل ګورنر به وروسته اعلانيږي خو د اوس لپاره به د قانون ترمخه، د صوبايي اسمبلۍ مرستيال سپېکر ځايناستی ګورنر وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې محمد سرور ولې له دندې ليري شوی دی. خو د اپوزيشن ګوند، مسلم ليګ (ن) يو مشر شاهد خاقان عباسي ويلي چې محمدسرور ځکه ليري شوی چې وزيراعظم له نوموړي خفه وو چې ولې یې د وزيراعلی لپاره د رايو اچول ونه ځنډول. تر اوسه د دې تور په اړه د حکمران تحريک انصاف څه ونه ويل.

د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې د وزيراعلی د ټاکلو لپاره غونډه د اپريل په درېيمه راغوښتل شوې ده. د واکمن تحريک انصاف لخوا پرویز الهي او اپوزیشن لخوا حمزه شهباز شريف دې چوکۍ ته نوماند دي.

پنجاب اسمبلۍ ۳۷۱ چوکۍ لري چې پکې د تحريک انصاف او اتحادیانو یې ۱۹۵ دي. ۴ خپلواکه دي. د اپوزېشن غړي ۱۷۲ دي.

عثمان بزدار د پنجاب د مارچ په ۲۸مه د وزیراعلا له څوکۍ څخه استعفا تر هغه څو ساعته وروسته وزیراعظم ته لېږلې وه چې په همدغه ورځ سهار مهال د پنجاب اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو پاکستان مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ د عثمان بزدار پرضد د سپيکر په دفتر کې د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.

د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ (نواز) د پنجاب اسمبلۍ غړي رانا مشهود د مارچ پر ۲۸مه نېټه په لاهور کې خبريالانو ته ويلي وو چې دوی سره د حکمران تحريک انصاف کسان هم ملګري دي نو ځکه به دا عدم اعتماد تحريک کامياب شي.

XS
SM
MD
LG