د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ په پاکستان کې د سیاسي حالاتو په اړه اورېدنه ځنډولې


د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر درېیمه د ډېپټي سپیکر د امر څېړلو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست - انځور له ارشیفه
د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر درېیمه د ډېپټي سپیکر د امر څېړلو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست - انځور له ارشیفه

د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر شپږمه په هېواد کې د سیاسي بحران په اړه اورېدنه وکړه او ویلي یې دي چې په دې برخه کې بله اورېدنه د اپرېل پر اوومه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د سې شنبې پر ورځ ویلي ول چې هڅه کوي چې د اپرېل پر شپږمه خپله فیصله واوروي.

په هغه هېواد کې سیاسي بحران تر هغې وروسته پیدا شو چې د قامي اسمبلۍ د مشر یا سپیکر مرستیال قاسم شاه سوري د اپرېل پر درېیمه د اسمبلۍ په غونډه کې د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک رد کړ چې ورپسې سمدستي عمران خان ولسمشر ته د قامي او صوبايي اسمبلیو د ماتولو سپارښتنه وکړه.

پر هم هغه ورځ سپریم کورټ له خپلې خوا د ډېپټي سپیکر د اقدام د قانوني او اییني اړخ څېړلو نوټس واخیست. د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ پینځه کسیزه جرګګۍ د یکشنبې (اتوار) له ورځې راهیسې اورېدونو ته دوام ورکړی دی.

په جرګګۍ کې قاضي اعجاز الاحسن، قاضي محمد علي مظهر، قاضي منیب اختر او قاضي جمال خان مندوخېل شامل دي.

د سې شنبې یا نهې پر ورځ د حکومت مخالفه ګوندونو وکیلانو په اورېدنه کې خپل دلیلونه بشپړ کړل او د اپرېل پر شپږمه حکومتي وکیلان دلیلونه وړاندې کوي. سپریم کورټ ویلي دي چې هڅه کوي تر حکومتي دریځ اورېدو وروسته فیصله واوروي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر عارف علوي د اپرېل پر شپږمه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې دې انتخابات وکړي.

د ولسمشر دفتر پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې علوي الېکشن کمېشن ته لیک استولی او ورته یې ویلي چې د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې انتخابات وشي او همداراز، د ۲۰۱۷ز کال له انتخاباتي قانون سره سم، باید ولسمشر له کمېشن سره په دې برخه کې مشوره وکړي.

بلخوا د اپوزیشن مشر شهباز شریف په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې سپریم کورټ دې د قامي اسمبلۍ د مرستیال سپیکر امر رد کړي او اسمبلي دې بحاله کړي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد د نه باور پر تحریک رایې واچول شي. "موږ د ایین او پارلېمان له لارې د عمران خان حکومت ختمول او شفاف انتخابات کول غواړو."

هلته د وزیراعظم د تحریک انصاف ګوند سیاستوال فواد چودري ویلي دي چې ډېپټي سپیکر د عمران خان له لوري د "بهرني هېواد" په اشاره د عدم اعتماد تحریک وړاندې کېدو د تور پر اساس رد کړی دی.

وزیراعظم عمران خان په وروستیو کې دعوه کړې چې امریکا د خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ پرمخ وړلو له وجې د هغه د ګوښه کولو "سازش" کړی دی. واشنګټن د نوموړي دا تور دوه ځلې رد کړی دی او مخالفه ګوندونو هم ویلي دي چې وزیراعظم د بې باورۍ له تحریکه د ځان ژغورلو په خاطر دا ډول تورونه پورې کوي چې له واقعیته لیرې دي.

مخالفه ګوندونو په ۲۰۱۸ز کال کې په انتخاباتو کې د درغلۍ په نتیجه کې د عمران خان د ګوند د واکمنېدو او همداراز د حکومت د اقتصادي تګلارې د ناکامېدو تورونو پر اساس د نوموړي پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړ.

د پاکستان حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې تېر انتخابات پاک او منصفانه ول. حکومت همداراز دریځ لري چې خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې وو چې د سمولو پراخې هڅې یې کړې دي.

XS
SM
MD
LG