د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف پر مرستیال سپیکر د عدم اعتماد پر تحریک د بحث نه پیلولو پر سر انتقاد کړی


شهباز شریف وايي، د اسمبلۍ مرستیال سپیکر باید پر عدم اعتماد تحریک د ووټونو اچولو اعلان کړی وای - انځور له ارشیفه.
شهباز شریف وايي، د اسمبلۍ مرستیال سپیکر باید پر عدم اعتماد تحریک د ووټونو اچولو اعلان کړی وای - انځور له ارشیفه.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف ویلي دي چې په پارلېمان کې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد پر تحریک بحث په کار وو خو ډېپټي سپیکر د غړو د غوښتنو درناوی و نه کړ.

دا خبره نوموړي د مارچ پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ تر غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه.

د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د نه باور تحریک په اړه د بحث پیلولو پر ځای غونډه د اپرېل تر درېیمې وځنډوله.

شریف وویل، د عدم اعتماد تحریک په اړه له متحدو مخالفو ګوندونو سره ۱۷۲ غړي ول او هغوی په دې اړه خپلې پوښتنې و نه کړې بلکې له مرستیال سپیکره یې پر تحریک د رایو اچولو غوښتنه وکړه خو هغه داسې و نه کړل.

د قامي اسمبلۍ د غونډې پر مهال غړو له اجنډې سره سم پوښتنې و نه کړې چې په غبرګون کې یې سوري وویل چې د پارلېمان غړي په پوښتنو کې دلچسپي نه لري نو ځکه غونډه ځنډوي.

مخالفو ګوندونو د نوموړي دا اقدام وغنده.

د پاکستان په پارلېمان کې مخالفو ګوندونو د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په دفتر کې د بې باورۍ تحریک دایر کړی وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د دې تحریک مقابله کوي او استعفا نه ورکوي.

که د نوموړي پرضد د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه لږ تر لږه ۱۷۲ غړو د تحریک په حق کې رایې ورکړې نو بیا به له دندې ګوښه کېږي.

XS
SM
MD
LG