د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې په سرته رسولو ټينګار کړی


د ټاپي پروژې له لارې به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته ګېس وړل کيږي - انځور له ارشیفه
د ټاپي پروژې له لارې به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته ګېس وړل کيږي - انځور له ارشیفه

د هندوستان او ترکمنستان ولسمشرانو له افغانستان سره د ټاپي پروژې په سرته رسولو او د امنیت په ټينګ ساتلو ټينګار کړی دی.

د هندوستان ولسمشر رام نات کوویند د اپرېل په دويمه وونۍ په درې ورځنۍ دوره ترکمنستان ته تللی وو او هلته‌یې په دوه اړخیزو مسلو سربېره د افغانستان په روانو حالاتو هم له خپل سیال سره خبرې کړې دي.

د هنديو رسنيو ترمخه، ولسمشر رام نات کوویند له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره په عشق‌اباد کې په یوه رسمي لیدنه کې وويل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ګېس د انتقال د یوې لویې پروژې (ټاپي) لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ټاپي پروژې نقشه - پخوانی انځور
د ټاپي پروژې نقشه - پخوانی انځور

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي کوویند وړاندیز کړی چې د ټاپي پروژې د امنیت نیولو اړوند مسایل دې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې تر بحث لاندې ونیسي.

ټاپي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګېس پايپ غځولو پروژه ده، د تېر ولسمشر حامد کرزي په وخت کې لاسليک او بیا د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په وخت په عملي ډول پيل شوه. خو د طالبانو د بریدونو له امله یې کارونه کرار روان وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال به اګست کې د افغانستان جمهوری او منتخب حکومت چپه کړ. له هغه وروسته یې د نړیوالو سره د اړیکو د بحالولو کوښښ کړی خو تر اوسه پورې کوم هېواد په رسميت نه پېژندلی. د طالبانو د پيټروليم وزارت ويلي چې د ټاپي پروژې د ترسره کولو لپاره تیار دی او امنيتي یې هم خوندي دی.

د هند اې اېن ای خبري اژانس په ترکمنستان کې د هندوستان له سفیر ویندو پانیر له خولې ويلي‌چې د هند او ترکمنستان ګډې ګټې په افغانستان کې دي نو له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره مهمه ده. هغه زیاته کړې: "دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې پر همکارۍ هوکړه کړې ده ځکه ټاپي پایپ‌لاین او نور ټول مسایل په دې برخې پورې تړلي دي."

د ترکمنستان او هندوستان ولسمشرانو داسې وخت د ټاپي پروژې د امنیت د نیولو په لارو چارو باندې خبرې کړي چې شااوخوا یوه میاشت مخکې د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې ودرولې. د دې وجه په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی چې په نړيوالکه کچه په رسميت نه دی پيژندل شوی.

XS
SM
MD
LG