د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاپي پروژې امنيت په اړه د پاکستاني وزير پر بيان د افغانستان سخت غبرګون


افغان چارواکي وايي د ټاپي ګيس د امنيت لپاره پر طالبانو د اغېز کارولو، د پاکستان د دفاع وزیر خبره ځکه د حيرانۍ نه ده چې د دواړو اړيکې له چا پټې نه دي. افغانستان دغه بيان په سختو ټکو کې غندلی دی. په همدې حال کې څيړونکي وايي د ټاپي ګيس پروژې سره به په افغانستان کې امنيت ښه شي.

د افغان ولسمشر له دفتره ننئ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاپي ګيس پروژې لپاره له طالبانو د پاکستان د دفاع وزير مرسته غوښتل ثابتوي چې دغه هيواد کې اوس هم ځينې کړۍ طالبانو سره اړيکې لري.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو چې د ټاپي ګيس پروژې د امنيت ټينګولو لپاره به افغان طالبانو سره خبره کوي او پر هغوی به خپل اغېز کاروي.

د افغان ولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې د خواجه آصف خبرې غير مسوله او د افغانستان په چارو کې مداخله ياده شوي ده.

د پاکستان د دفاع وزير بيان د افغانستان هغه ادعا ثابته کړه چې پاکستان کې لا هم ځيني چارواکي د طالبانو سره ښې اړيکې او اغيز لري

په همدي حال کې ​د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن مشال ريډيو ته وويل چې د خواجه آصف خبره دومره د حيرانۍ وړ نه ده ځکه چې طالبانو سره د پاکستان اړيکې له چا پټې نه دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ خو هميشه دا ويلي چې که د افغانستان مخالفو وسله والو سره د سيمي د استخباراتو او ځينو کړيوو مرسته او همکاري نه وي نو دوی يوه ورځ هم جنګ نه شي کولی. دلته عرب، چيچنايان، روسان، پنچابيان او نور ډير وسله وال شته چې وسلې ورته ورکول کيږي او روزنه يې کيږي. موږ هميشه د پاکستان صادقانه همکاري غوښتې ده.))

د ټاپي ګيس پروژه اتلس سوه کيلومتره اوږدوالی لري چې ۷۰۰ کيلومټره يې د افغانستان په خاوره کې تيريږي. د جوړېدو د پېل چارې يې نن د دوشنبې په ورځ په ترکمنستان کې پيل شوې او تر ۲۰۱۸ کال پورې به پوره او تر هندوستانه وغځول شي.

د دولت وزيري په خبره افغان ملي ځواکونه به دغه پروژه کې د خپلې برخې امنيت په ډيره ښه توګه برابر کړي.

د پاکستاني پوځ پخوانی افسر خالد منير وايي د دغه مهمې پروژې امنيت ساتل ناممکنه کار نه دی. هغه د پاکستان د دفاع وزير په بيان هم نيوکه وکړه.

نومړی زياتوي: ((اول خو چې خواجه آصف کومه خبره کړې، هغه ډېره غلطه ده. افغانستان يو بېل ملک دی او افغان طالبان لګيا دي هلته جنګ کوي نو دوی ته، ته څنګه د يوې پروژې د امنيت لپاره ويلی شي؟ بله خبره دا ده چې کيدای شي د دې پروژې لپاره هم د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ منصوبې په شان يو شمېر پوځيان وګمارل شي. دا پروژه په ۲۰۱۸ کې پوره کيږي چې وخت پکې شته او اميد دا دی چې تر هغې پورې به امنيت ښه شوی وي او د ډيرو پوځيانو د ګمارنې ضرورت به نه وي.))

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د لسو بيليونو ډالرو ګيس وړونکې دا پروژه دغو ټولو هيوادونو د انرژۍ د ضرورتونو پوره کولو لپاره ډيره مهمه بللې ده.

د سياسي چارو څيړونکی اياز وزير بيا وايي چې د ټاپي پروژې په شان اقتصادي موقعې د جنګونو په ختمولو کې مهم رول لوبولی شي. نوموړي وويل: ((افغانستان او پاکستان کې د چين لويې پروژې شته دی. د ټاپي په ذريعه اوس مرکزي ايشيا، پاکستان، افغانستان او هندوستان هم سره تړل کيږي. د ټولو ګټې سره يو ځای کيږي. دا پروژه اقتصادي او امنيتي دواړه ګټې لري. وسله والو ډلو کې هم ډير کسان له جنګونو ستړي دي. نو د اقتصادي موقعو برابرول به د جګړو لمن ټوله کړي.))

ياده دي وي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بيا بيا ويلي چې افغانستان د مرکزي ايشيا د هيوادونو او پاکستان تر منځ د تجارتي همکاريوو اقتصادي پل ثابتيدلی شي خو که اسلام اباد ورسره د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې صادقانه همکاري وکړي. پاکستان بيا وايي د سيمې امنيت ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG