د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین پر ټاپي پروژې خبرو لپاره کابل ته تللی


د ټاپي پروژه انځور- ارشیف
د ټاپي پروژه انځور- ارشیف

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن (د جنورۍ اتمه) کابل ته تللی دی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پلاوي له دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړې دي.

په کابل کې د دې پلاوي د لیدنو او خبرو په اړه تفصیل لا مخې ته نه دی راغلی.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه.

د دې پروژې له لارې به ګېس او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او له هغه ځایه هند ته انتقال شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG