د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تاپي په افغانستان کې دویمه لویه اقتصادي پروژه ده"


د پنجشنبې په ورځ د خوست حکومتي مامورینو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځايي خلکو د یوې ناستې له لارې د ټاپي پروژې د کار پیلیدل د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ټیکاو له پاره ګټور وبلل.

د پنجشنبې په ورځ د خوست حکومتي مامورینو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځايي خلکو د یوې ناستې له لارې د تاپي پروژې د کار پیلیدل د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ټیکاو له پاره ګټور وبلل.

دوی زیاتوله ټاپي پروژه د پاکستان او هند له پاره هم د ډېر اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده او د درېیو واړو هېوادونو مشترکې اقتصادي ګټې تامینوي.

د ویناوالو په خبره چې په پروژه کې د شاملو هېوادونو مشترکې ګټې به د دې لامل شي، تر څو دوی په خپلو کې اړیکې دوستانه کړي او د سیمې د سیاسي او امنیتي ثبات په خاطر له یو بل سره مرسته وکړي.

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې د ټاپي پروژې ځني مهمې ګټې د غونډې ګډونوالو ته په دې توګه وړاندې کړې:

"د افغانستان ټولې هغه سیمې چې د پایپ لاین لارې ګاز ورڅخه تیریږي، هلته به خلکو ته په وړیا ډول بې له قیمته ګاز ورکول کیږي، د دې پایپ لاین له لارې به نورو ولایتونو ته په ارزانه بیه ګاز ورکول کیږي، د ترانزیټ له لارې به افغانستان هر کال د پنځه سوه میلیونه ډالرو برخمن شي او په دغه پروژه کې به تقریباً دوولس زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي."

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزي په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان جغرافیه د سیمې د هېوادونو له پاره د ترانزیټ جغرافیه ده، خو د ورېښمو له لارې وروسته چې په اوومه زیږدیزه پیړۍ کې وتړل شوه، تر اوسه چې د ټاپي پروژې کار پیل شو، د ترانزیټ دا جغرافیه بیده پاتې شوې وه:

"که د افغانستان جفرافیه د هوا نه ووینئ نو په خپله مالومیږي چې موږ د ترانزیټ یوه لاره یو، خو زموږ هېواد یوازې د جنګي ترانزیټ دنده سرته رسولې ده، د ورېښمو لاره چې د چین نه پیل شوه، شمالي افریقا او منځني ختیز ته ولاړه، دا لاره دونیم زره کاله وچلیده، په اوومه پیړۍ کې د ورېښمو لاره وتړل شوه، ډاکټر صیب اشرف غني ته مبارکي وایم، چې دا څوارلس سوه کلنه ویده جغرافیه يې د ترانزیټ له پاره راويښه کړه."

د خوست د ولایتي شورا استازي قدیم افغان وویل که چیرې افغان حکومت او خلک يې د ټاپي پروژې ساتنه وکړای شي، نو دا به د سیمې د هېوادونو په کچه د یو شمېر نورو مهمو اقتصادي پروژو د پلي کیدو له پاره هم لاره هواره کړي، دا چې له دې لارې نورې اقتصادي پروژې کومې دي ده وویل:

"که چیرې د افغانستان دولت او ولس ددې پروژې نه په صحیح مانا ساتنه وکړي، په دې پسې نورې ډیرې پروژې تړلې دي، د دې په څنګ کې به انشاالله د اورګاډي پټلۍ تیریږي، تر څنګ به يې د برښنا تارونه غځول کیږي او د دې امکان شته چې یوه داسې موټروې جوړه شي چې دا هېوادونه به د ځمکني ترانسپورټ له لارې سره ونښلوي."

ټاپي پروژه افغانستان له پاره په تاریخي لحاظ د ورېښمو له لارې وروسته په اوسني وخت کې دویمه لویه اقتصادي پروژه ده، چې لس میلیارده ډالره ورباندې لګښت راځي، د ټاپي پروژې د پایپ لاین له لارې به د ترکمنستان نه په ترتیب سره افغانستان ورپسې پاکستان او وروسته هند ته په کلني ډول ټول درې دېرش میلیاره مکعبه ګاز لېږدول کیږي.

د یادې لویې سیمه ییزې اقتصادي پروژې کار څو ورځې وړاندې په رسمي ډول د ترکمنستان او افغانستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او د هند د ولسمشر د مرستیال له لوري په ګډه په رسمې توګه پیل شو.

XS
SM
MD
LG