د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ایران د ټاپي د مخنیوي لپاره وسلې راکولې'


په هرات کې د وسله‌والو طالبانو یوې ډلې چې له حکومت سره یوځای شوې، ادعا کړې چې ایران وسلې ورکولې او لارښوونه‌یې ورته کوله چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړېدو مخنیوی وکړي.

پژواک خبري اژانس ویلي چې د اتو وسله‌والو دا ډله د یکشنبې په ورځ په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې ده.

د هرات د پولیسو مشر پژواک ته ویلي چې دې کسانو د هرات په پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې تخریبي فعالیت کاوه.

خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه د دې کسانو ادعا تر څېړنې لاندې ده.

ولي‌زاده وویل، د څېړنو له بشپړېډو سره به معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG