د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ټاپي پروژې پرمختګ نه ترسترګو کېږي'


په ولسي جرګه کې د هرات ځینو پارلماني استازيو او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، د ټاپې پروژې د پرمختګ چارې نه ترسترګو کېږي.

دغه استازي وايي، د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو دوام د ټاپي پروژې د چارو مخه ډب کړې ده.

د دوی په خبره په وروستیو میاشتو کې د دغې پروژې په کارونو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي:​

​"د ټاپي پروژې بحث د افغانستان، پاکستان، هند او ازبکستان سیاستونو ته ور ګرځي، خو ستونزه داده چې سیمه ییز لوی سیاستونه څه ایجابوي، که پاکستان او هند توافق وکړي او ګډې ګټې ولري پرته له شکه چې دغه پروژه به پرمختګ وکړي، خو موږ تر اوسه د تاپي پروژې په برخه کې کوم عملي کار نه دی لیدلی.​"

ښاغلی مجروح وايي، د دغې پروژې په برخه کې له ناامنۍ اندېښنه نه محسوسېږي، خو کوم شی چې باید رسیدنه ورته وشي، هغه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو لپاره د همغږۍ رامنځته کېدل دي.

دوی وايي، د دغې پروژې د چارو د کمزوري پرمختګ لامل،د هند او پاکستان په سیاستونو پورې اړه لري او که دغه هېوادونو یو له بل سره توافق ولري، د دغې پروژې کارونه به هم ګړندي شي.

دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پخوا تردې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ټاپي پروژه ځکه افغانستان ته لومړیتوب لري چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي او د سیاسي تضادونو د له منځه وړلو او د سیمه ییزې سولې له ټینګښت سره مرسته کوي.

دغه پروژه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې شااوخوا،دوه زره کېلومتره اوږدوالی لري چې ۸۱۶کېلو متره یې، د افغانستان د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.

دغه پروژه د روان مېلادي کال د فبروري په ۲۳ تمه د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او د هندوستان د ولسمشر د مرستیال لخوا، په هرات کې پرانیستل شوه.

ټاپي پروژه پاکستان او هندوستان ته په کال کې د ۳۳ میلیاردو مکعبو ګازو د لېږد ظرفیت لري او افغانستان به ترې هرکال ۴۰۰ میلیونه ډالره حق الټرانزیت ترلاسه کړي.

که څه هم د دغې پروژې د امنیت په اړه امنیتي اندېښنې شته، خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي وايي، ددغې پروژې په کارونو کې پرمختګ شوی او امنیتي اندېښنې یې بیځایه دي:

عبدالقدیر مطفی
عبدالقدیر مطفی

"له نېکه مرغه د پروژې کارونه د حکومتونو ترمنځ د شوې تفاهمنامې او د نقشې له کړنلارې سره سم پرمخ ځي، ټاپي پروژه د یوې سترې پروژې په توګه افغان دولت ته لومړیتوب لري او موږ ېې عملي کولو ته ژمن یو."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د دغې پروژې عملي کېدل به افغانستان، د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ، په یو مهم سوداګریز دهلېز بدل کړي.

خو د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، ځینې ګاونډي هېوادونه هڅې کوي د دغې پروژې د کارونو مخه ونیسي.

د چارو پوه تاج محمد تلاش وايي، که افغانستان دغه پروژه په بري سره پلې کړي، دغه هېواد به پرته له شکه د سیمې د هېوادونو ترمنځ، په یوې نښلوونکې سیمې بدل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG