د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کرکټ لوبډلې له اسټراليا څخه د يو ورځنۍ لوبو لړۍ ګټلې


د اسټریلیا کرکټ لوبډلې په درې کې دوه ټېسټ لوبې له پاکستان ګټلې.
د اسټریلیا کرکټ لوبډلې په درې کې دوه ټېسټ لوبې له پاکستان ګټلې.

پاکستان اسټراليا ته په دريمه ۵۰ اوریزه کرکټ لوبه کې ماتې ورکړې او په دې توګه یې دا لړۍ وګټله.

د اپرېل په دويمه په لاهور کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ اسټراليا وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ رنزونه جوړ کړل.

پاکستان دا هدف په ۳۸ اوور کې د يوې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ. تر دې مخکې د دې لړۍ يوه لوبه اسټراليا او بله پاکستان ګټلې وه.

د اسټراليا لوبډله ۲۴ کاله وروسته پاکستان ته ورغلې ده. دواړه لوبډلې به د اپرېل پر پينځمه يوه ۲۰ اووریزه لوبه هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG