د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په دویمه ۵۰ اوریزه سیالۍ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه


د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم د توپ وهنې پر مهال - د مارچ ۳۱مې انځور.
د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم د توپ وهنې پر مهال - د مارچ ۳۱مې انځور.

پاکستان د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې.

د مارچ پر ۳۱مه پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه. مېلمنې لوبډلې د لاهور په قذافي لوبغالي کې په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۴۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ.

د پاکستان لوبډلمشر (کپتان) بابر اعظم ۱۱۴ او امام الحق ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې چې د درې یو ورځنیو سیالیو اخري لوبه د اپرېل پر دویمه په لاهور کې وشي.

د مارچ پر ۲۹مه اسټرالیایۍ لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړې وه.

تر دې مخکې، اسټرالیا د درو ټېسټ سیالیو لړۍ له پاکستانه ګټلې وه. د دواړو لوبډلو ترمینځ به یوازینۍ ۲۰ اوریزه سیالي د اپرېل پر پینځمه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.

دا تر ۱۹۹۸ز کال وروسته لومړی ځل دی چې اسټرالیایۍ لوبډله پاکستان ته تللې ده. هغې لوبډلې په پاکستان کې د بې امنۍ له وجې کرکټ نه کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG