د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: یوه ښځه او یو سړی د ناموس په نوم وژل شوي


دا پېښه د سوات په میا بیلا کلي کې مخې ته راغلې ده: انځور له ارشیفه
دا پېښه د سوات په میا بیلا کلي کې مخې ته راغلې ده: انځور له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا د سوات په تحصیل کبل کې یوه ښځه او سړی د غېرت په نامه وژل شوي دي.

د تحصیل کبل شاه ډېرۍ تاڼې د پولیسو مشر احمد حسېن د اپریل پر دوهمه مشال رېډیو ته وویل چې دا پېښه بېګا د شپې ناوخته په میا بیلا کلي کې شوې ده او د وژل شوې ښځې خاوند یې نیولی دی. پولیس وایي پلټنې کوي او ملزم خپل جرم منلی دی.

هغه وايي: "په دې پېښه کې ککړ کس اعتبار ګل موږ ته وویل، تېره شپه چې ناوخته کور ته لاړو نو د خپلې ښځې سره په یوه کمره کې یې بل کس ولیده نو ځکه یې دواړه ووژل. "

پولیس وايي، د اعتبار ګل مېرمن ساجده نومېږي او د دوو بچو مور وه او کوم کس چې له هغې سره یو ځای وژل شوی، هغه بلال احمد نومېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوات کې په تیره لنډه موده کې د څلورو ښځو په ګډون اووه کسان د ناموس په نامه وژل شوي دي.

تر دې وړاندې، د سوات ضلعې په مټه شانګواټۍ سيمه کې دوه کسان همداسې د ناموس په نوم وژل شوي وو. د مټې د پولیسو د تاڼې مشر حبیب سعید د مارچ پر ۲۴مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې په شانګواټۍ کلي کې د نور رحمان په نوم یو تن په ډزو ويشتل شوی او ورپسې په خوا کې په يو کور کې دننه يوه ښځه هم وژل شوې ده.

پولیسو هغه مهال ویلي وو چې د پېښې پلټنې روانې دي او د دغو کسانو د وژنې په تور یې د ښځې یو رشته دار نیولی دی. پولیسو هغه پېښه هم ناموسي وژنه بللي وه او د درو مشکوکو کسانو پر ضد یې د مقدمې د درج کولو خبره کړې وه.

سوات کې ولې زياتې ناموسي وژنې کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:56 0:00

همدا رنګه د مارچ پر ۱۵مه هم په سوات کې دوه کسان د غیرت په نامه وژل شوي وو. هغه پېښه د مټې د کالاکوټ تاڼې په حدودو کې مخې ته راغلې وه. یوه ورځ وروسته د مارچ پر ۱۶مه د مټې کالا کوټ تهاڼې د پوليسو مشر (ايس ايچ او) طارق علي مشال ريډيو ویلي ول، مبينه قاتل چې د وژلې شوې جينۍ ورور دی، یې نيولی دی.

په پاکستان کې سرکاري شمیرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې په سوات کې د ۳۸ ښځو په ګډون ۷۰ کسان د "ناموسي وژنو" ښکار شوي دي. خو د بشري حقونو لپاره کاررکوونکي فعالان دا شمېره تر دې ډېره زیاته لوړه ښايي.

په سوات کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې "اویکننګ" یو مشر شمشیر علي خان وايي، یوازې د روان ۲۰۲۲ کال په لومړیو درو میاشتو کې، په سوات کې په ناموسي پېښو کې د وژلو شویو کسانو شمېر له ۲۰ زیات دی. هغه وايي، د غیرت په نامه، د پاکستان له نورو برخو زیات مرګونه په خیبر پښتونخوا او په خیبر پښتونخوا کې بیا په ملاکنډ ډویژن کې لیدل کېږي.

د سوات د پولیسو د پلټنو د څانګې یو مشر ډي اېس پي باچا حضرت د اپریل په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د داډول جرمونو مخنیوی د تعلیم، پوهې او اګاهۍ له لارې کېدای شي. هغه زیاتوي چې د هر جرم تر شا یوه لویه وجه غربت، جهالت، جذباتیت او ناپوهي وي.

بلخوا د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي، اسلام چاته دا اجازه نه ورکوي چې د عدالتي نظام له پرېکړو ماورا چاته سزا وټاکي. هغه وايي: "د پښتنو په ټولنه کې که سړی هر څومره لویه غلطي وکړي نو زیات امکان دا وي چې خلک د هغه په غلطۍ سترګې پټې کړي خو که له ښځې کومه تېروتنه وشوه نو زیات امکان دا وي چې هغه دې د ننګ په نوم ووژل شي. اسلام چاته دا اجازه نه ورکوي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، که په چا الزام لګېدلی وي نو د هغې د ثابتولو لپاره عدالتي نظام باید فیصله وکړي."

په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو فعالانو وخت په وخت د ناموس په نامه د مېرمنو پر وژنه اندېښنې ښکاره کړي او له حکومته یې غوښتي چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره دې قوانین جوړ کړي. دوی وايي، د ناموسي وژنو تر شا لاس لرونکي کسان اکثر د وژلې شوې مېرمنې یا نجلۍ نږدې خپلوان وي چې اول خو نیول کېږي نه او که وهم نیول شي نو د کورنۍ لخوا د بخښل کېدو وروسته له جېله هم خوشې شي.

مشال راډیو د اپریل په دویمه نېټه د قانون د صوبايي وزیر عبدالشکور سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه خو زموږ هڅه بریالۍ نه شوه او په دې اړه مو د هغوی نظر وانخیستی شو. په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان د پارلیمان په ګډه غونډه کې یو بیل منظور شوی و چې پکې ویل شوي وو، د مقتول کورنۍ په هغه صورت کې مجرم بخښلی شي چې د مرګ سزا ورته اورول شوې وي، که داسې نه وي نو هغه به ټاکلې سزا هرو مرو پوره کوي.

XS
SM
MD
LG