د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ناموس په نوم دوه کسان وژل شوي دي


د سوات نقشه
د سوات نقشه

د خېبرپښتونخوا د سوات په مټه کې یو هلک او جینۍ د ناموس په نوم وژل شوي دي.

د مټې کالا کوټ تهاڼې د پوليسو مشر (ايس ايچ او) طارق علي د مارچ پر ۱۶مه مشال ريډيو ته وويل چې دا کسان د مارچ پر ۱۵مه ماسخوتن مهال وژل شوي دي. د پولیسو په خبره مبيينه قاتل چې د وژل شوې جينۍ ورور دی، یې نيولی دی.

د سوات په ګډون د خېبرپښتونخوا په اکثره سيمو کې وخت نا وخت د ناموسي وژنو پيښې ثبت شوي دي چې د بشري حقونو ادارې یې غندنه کوي.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري ادارې "اوېکننګ" چارواکو د فرورۍ پر ۱۵مه مشال رېډیو ته ویلي وو چې په روان ۲۰۲۲ز کال کې هلته شپږ تنه د غیرت یا پت په نوم وژل شوي دي چې پينځه ښځې او یو سړی پکې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG