د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې دوه کسان د "غيرت" په نوم وژل شوي


پاکستان کې د غيرت په نوم وژل شوې يو ښځه، انځور له ارشیفه
پاکستان کې د غيرت په نوم وژل شوې يو ښځه، انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه شانګواټۍ سيمه کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي دي.

د مټې د پولیس تاڼې مشر حبیب سعید د مارچ پر ۲۴مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې په شانګواټۍ کلي کې د نور رحمان په نوم یو تن په ډزو ويشتل شوی او ورپسې په خوا کې په يو کور کې دننه يوه ښځه هم وژل شوې ده.

پولیس وايي د پېښې پلټنې روانې دي او د دغو کسانو د وژنې په تور یې د ښځې یو رشته دار نیولی دی. پولیسو دا ناموسي وژنې بللي دي او د دریو مشکوکو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

په تېره لنډه موده کې په سوات کې درې ښځې او دوه سړي د "غیرت" په نوم وژل شوي ول.

سرکاري شمیرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې په سوات کې د ۳۸ ښځو په ګډون ۷۰ کسان د "ناموسي وژنو" ښکار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG