د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سپريم کورټ کې د ۶۳ اې مادې وضاحت په اړه اورېدنه کيږي


د پاکستان سپريم کورټ
د پاکستان سپريم کورټ

ټاکل شوې چې د مارچ په ۲۴مه به د پاکستان سپریم کورټ د هغه صدارتي رېفرنس اورېدنه کوي په کوم کې چې مرکزي حکومت د ايین د ۶۳ ــ اې مادې د وضاحت کولو غوښتنه کړې ده.

د ايین دا ماده له خپل ګوند سره د پارلېماني غړو د وفادارۍ نه کولو په صورت کې د هغوی د غړيتوب ختمولو په اړه ده. د صدارتي رېفرنس د اورېدنې لپاره د سپریم کورټ پينځه کسيزه لارجر بېنچ يا لويه جرګګۍ جوړه شوې چې مشري يې چيف جسټس عمر عطا بندیال کوي او جسټس اعجازالحسن، جسټس مظهر عالم میاخېل، جسټس منیب اختر او جسټس جمال خان مندوخېل يې غړي دي.

خو په پاکستان کي حکومت مخالفه ګوندونو د حکومت لخوا په سپریم کورټ کې د دې مقدمې پر وړاندې کولو نیوکې کړې او ويلي يې دي چې دا معامله د اپوزيشن لخوا پر وزیر اعظم عمران خان د بې باورۍ تحریک جمع کولو وروسته وړاندې شوې ده.

حکومت مخالفه ګوندونو پر وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړ او په دغه اړه د قامي اسمبلۍ غونډه د مارچ پر ۲۵مه نېټه وربلل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG