د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان ارسلان مسید په وژنه تورن پولیس ګرفتار


کراچۍ کې د پولیسو په ډزو د جنوبي وزیرستان وژل شوی ځوان ارسلان مسید. ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر
کراچۍ کې د پولیسو په ډزو د جنوبي وزیرستان وژل شوی ځوان ارسلان مسید. ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر

د جنوبي وزیرستان یو ځوان په کراچۍ ښار کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د ګل په ورځ د ډېسېمبر پر شپږمه پولیسو دعوه وکړه چې د ښار په اورنګي ټاون سیمه کې په مخامخ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

وروسته د پوليسو دغه مقابله پوليسو مشرانو خپله شکمنه وبلله.

د وژل شوي ۱۷ کلن ځوان نوم ارسلان مسید دی چې د ټرانسپوټرانو ډمپر ګاډو اتحادیې مشر حاجي لیاقت مسید زوی دی او بل ژوبل شوی ځوان محمد ياسر يادېږي چې د دره ادم خېل سیمې دی.

د وژل شوي ارسلان مسيد تره جهانزيب مسيد مشال راډيو ته وويل، چې وراره یې ۱۷ کلن وو او د دولسم ټولګي زده کوونکی وو. د نوموړي په وینا وراره یې د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه ماښام له بلديه ټاون څخه بورډ افس ته د زده کړو لپاره (کوچنګ سېنټر) ته تللی وو، واپس کور ته په موټر سايکل تلو چې په لار کې پرې پوليسو ډزې کړې او وژلی يې دی.

جهانزیب مسید وايي چې وراره (ارسلان) یې بې ګناه وو او پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی.

کله چې د ارسلان مسيد جسد عباسي شهيد روغتون ته ورسېد، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سياسي ګوندونو ګڼ غړي هلته ورسېدل او د پوليسو پرضد يې نارې ووهلې اواحتجاج يي وکړ.

د وژل شوي اسلان مسيد يو ټولګیوال (کلاسفېلو) عبدالله له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: ((ولې له موږ سره دا ډول چلند کېږي، حتی زموږ ماشومان او زده کوونکي هم په هېواد کې خوندي نه دي، په دې هېواد کې له بلچا سره دا ډول چلند نه دی شوی، ولې هر وخت له موږ سره جعلي پولیس مقابلې کېږي؟))

د کراچۍ په عباسي شهيد روغتون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين له مشال راډيو سره په خبرو کې د سيند له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې پېښه کې ښکېل پولیس دې ژر تر ژره ونیسي او سزا دې ورکړي. د نوموړي وینا وه د ارسلان مسید کورنۍ چې هره پرېکړې وکړه، دوی به يي ملاتړ کوي او په هر فورم به خپل غږ پورته کوي او احتجاج به کوي.

کراچۍ کې د پولیسو په ډزو د وژل شوي ځوان ارسلان مسید خپلوان د اېدي مرکز مخې ته ولاړ دي چې د هغه مړی خپل کور ته یوسي. ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر
کراچۍ کې د پولیسو په ډزو د وژل شوي ځوان ارسلان مسید خپلوان د اېدي مرکز مخې ته ولاړ دي چې د هغه مړی خپل کور ته یوسي. ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر

تر پيښي وروستو پوليس افسران هم عباسي شهيد روغتون ته ورسېدل او په اړه يې د پلټنيو اعلان وکړ. له مشال راډېو سره په خبرو کې ډي ای جي ناصر افتاب وویل، له لومړیو پلټنو سره سم یې په پېښه کې ککړ يو سپاهي نیولی دی. د نوموړي په وینا د پېښې د پلټنو لپاره یې یوه تحقیقاتي کمېټه جوړه کړې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې خپل راپور تیار کړي.

ډي ای جي وویل، د پېښې به روڼې پلټنې کېږي اوهر څوک چې پکې ښکېل وو، هغه به نیسي او له قانون سره سم به ورله سز ورکوي.

بلخوا په سيند اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر حليم عادل شيخ هم روغتون ته ورغلی او د پېښې په اړه يې د سيند په پوليسو او د پيپلز ګوند پر حکومت سختې نيوکې کړې. هغه د کراچۍ ښار پوليس د انسانانو د ژوند لپاره یو ګواښ وباله.

کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان ارسلان مسید په وژنه تورن پولیس ګرفتار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00

د سیند وزير اعلا مراد علي شاه د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه د شپي ناوخته د پيښې نوټس اخیستى او د سيند پوليسو مشر ای جي سيند مشتاق مهر څخه يې د پېښې بشپړ رپورټ غوښتی دی. نوموړي ویلي چې په پيښه کې ککړ کسان به له قانون څخه بچ پاتی نه شي.

په کراچۍ کې دا لومړۍ پيښه نه ده چې رامنځته کېږي. تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي وزیرستان یو ځوان نقيب مسید د ملير پوليسو په يوه مقابله کې وژلی وو چې وروسته خپله د پوليسو يوي پلټنيزې کمېټۍ هغه مقابله جعلي بللې وه. یاده دې وي چې د هغې پېښې په تړاو د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار په ګډون د ۲۵ کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړل شوه.

په ياده مقدمه کې د پوليسو پخوانی اېس اېس پي راو انوار او پينځه نور کسان په ضمانت خوشې دي او لاهم د نقيب مسيد د وژني مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده.

XS
SM
MD
LG