د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې شریعت او پاکستان کې جمهوریت: خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې بحث


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حزب اختلاف د ځینو غړو وینا وه چې د پاکستان وفاقي حکومت دې د افغانستان په اړه د غیر-سنجیده بیانونو له ورکولو ډډه وکړي او په افغانستان کې دې د لاسوهنې تګلاره پرېږدي.

د اپوزیشن ځینو ښي-لاسو مذهبي ګوندونو بیا په افغانستان کې د طالبانو د راتګ هرکلی وکړ او د پاکستان له حکومته یې د هغوی د تسلیمولو غوښتنه کوله، ځینو بیا له افغانستان سره سوداګرۍ او اقتصاد ته د ودې ورکولو خبرې کولو خو نورو بیا دلته د جمهوریت او پْه کابل کې د طالب او شریعت پر غوښتنو نیوکې کولې.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه نېټه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د افغانستان پر ورستیو تحولاتو کړي بحث کې د پاکستان پيپلز ګوند غړي احمد کونډي له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو انخلا یو ډېر لوی پرمختګ او د روانې پېړۍ یوه مهمه پېښه وبلله او د پاکستان په موجوده حکومتي چارواکو یې په دغه لړ کې د سنجیدګۍ ښوولو غږ وکړ: ''زموږ د وفاقي حکومت لخوا غېرذمه واره بیانونه ورکول نه دي پکار، دا ډېره حساسه معامله ده، پکار ده چې موږ نړۍ د افغانستان په مسله په اعتماد کې واخلو، موږ ایران ته چرې د مذهبي ریاست قایمولو یا چین ته د کمیونیزم راوستلو یا سعودي عرب ته د بادشاهت راوستلو په اړه څه نه دي ویلي، نو موږ څوک یو چې افغانستان ته ووایو چې ټول شموله یا بل کوم حکومت قایم کړئ، موږ ته پرامنه، خپلواک او ذمه وار افغانستان پکار دی.''

په صوبايي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړي عنایت الله وویل چې د نويو حالاتو په شالید کې پاکستان او نړیوالو هېوادونو ته له افغانستان سره همکاري پکار ده: "د سټرېټیجیک ژوروالي د پالیسي پرځای اوس د اقتصادي ژورتیا پالیسي پکارده ، دویمه خبره د پولې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو ولسونو [قبیلو] ده، نو د هغوی د تګ راتګ لپاره د کرتار پور په رنګ انتظامات پکار دي، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د هغوی منجمد شوې اثاثې دې ورته ازادې کړي او پاکستان له تر ټولو اول دا پکار ده چې هلته اعلان شوی حکومت تسلیم کړي."

خو په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر د افغانستان په چارو کې د مداخلت کولو له پالیسۍ څخه د ډډې کولو وویل او زیاته یې کړه: "موږ هلته شریعت او طالب غواړو او دلته په خپل هېواد کې یې نه غواړو، خو پکار دا ده چې د ځان لپاره څه خوښوو نو چې د بل لپاره هم هغه خوښ کړو، موږ ته په افغانستان کې مداخلت کول نه دی پکار، پکار ده چې موږ د هغه ځای د خلکو د مرضۍ احترام وکړو."

د جمعیت علمای اسلام ف د اسمبلۍ غړې نعیمې کشور له افغانستانه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو په وتلو خوښيي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: "د طالبانو لخوا ښه ردعمل مخې ته راغلی او یو ښه حکومت یې جوړ کړی، نو زما په فکر پاکستان، چین او نورو هېوادونو ته له طالبانو سره مرسته پکار ده."

له پېښوره د اسمبلۍ غړي صلاح الدین مومند په سړه جګړه کې کې د روس د راپرځولو لپاره د پاکستان د مذهبي او ښي -لاسې ګوندونو لخوا له امریکا سره ملګرتیا ته په اشاره وویل، پکار ده اوس ټول نړیوال طاقتونه په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي: "باچاخان بابا له ننه ۴۰ کاله وړاندې ویلي ول چې دا د کېپیټلیزم او کمیونیزم ترمینځ مقابله ده او موږ ته په دغه جګړه کې داخلېدل نه دي پکار، بهرني هېوادونه او ایجنسیانې دي، افغانستان یو خپلواکه هېواد وګڼي او له دغه هېواده دې خپل لاسونه بهر وباسي."

د صوبايي اسمبلۍ دې غونډې ته د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف صوبايی وزیر امجد علي وینا وه چې میاشت وړاندې په افغانستان کې د پاکستان مخالف حکومت وو او ټوله پالیسي یې د پاکستان پرضد وه خو اوس د طالبانو له راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ښه شي.

پر دې مهال د عوامي نیشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار مومند په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت په ختمېدلو اندېښنه څرګنده کړه او ویل یې چې هلته یو منتخب حکومت لیرې کړل شو او موږ دلته جمهوریت غواړو خو د پېغمبر علیه السلام حدیث شریف دی چې مومن مسلمان هغه دی چې څه ځان له خوښوي نو هغه به بل مسلمان له هم خوښوي، د ده په وینا ډېره د افسوس خبره چې موږ د مسلمانۍ ادعا کوو او ځان ته مسلمانان وایو خو ځان له جمهوریت غواړو او په کابل کې شریعت غواړو.

د اسمبلۍ غړو وویل چې د افغانستان په اړه د خارجه پالیسۍ جوړولو واک له وفاقي حکومت سره دی خو دوی د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ځکه دا بحث کوي چې د افغانستان د حالاتو په وجه تر ټولو اول اثرات پر دې صوبه پرېوځي او غواړي چې په دغه اړه خپل غږ وفاقي حکومت ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG