د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین برید: لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي؛ زېلېنسکي له روسیې سره سفارتي تعلقات ختم کړل


پولیس د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراینۍ پلازمېنه کییف د روسیو توغندیو د برید پلټنو پرمهال.
پولیس د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراینۍ پلازمېنه کییف د روسیو توغندیو د برید پلټنو پرمهال.

اوکرایني ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي دي چې هېواد ته د روسیې د حملې په لومړني پړاو کې "سخت زیانونه" اوښتي دي او د هغه سلاکار ویلي دي چې د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې تر یرغل لږ ساعت وروسته ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې له مسکو سره ډېپلوماټیک تعلقات ختموي او له هغو روسانو یې د خپل حکومت د اقداماتو ضد د احتجاج کولو غوښتنه وکړه چې "خپل وقار یې له لاسه نه دی ورکړی."

زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې پر اوکراین د روسیې حمله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د ناټو اېتلاف د مرکزي اروپا د غړو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

زېلېنسکي همداراز ویلي دي چې په هېواد کې پوځي قانون (مارشل لا) نافذوي.

د پنجشنبې پر سهار وختي روسیو ځواکونو د اوکراین په لږ تر لږه ۲۵ ښارونو کې پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو توغندي وداغل.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د اوکرایني ولسمشر د یوه سلاکار اولېکسي ارېستووېچ له خولې ویلي دي چې د روسیې په حملو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

نوموړي البته دا و نه ویل چې ایا وژل شوي او ژوبل امنیتي سرتېري دي او که ولسي وګړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.

پوتین د زیارت یا پنجشنبې پر سهار وختي په یوه ټېلېوېژني وینا کې په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

ولسمشر پوتین وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.

ده وویل، د اوکراین نیول یې مقصد نه دی او دا چې د هر ډول مرګ ژوبلې "مسوول" اوکراینی "رژیم" دی.

اوکرایني کارکوونکي او پوځيان پر کییف د روسیو توغندیو تر برید وروسته د راکټونو برخې ټولوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۴مې انځور.
اوکرایني کارکوونکي او پوځيان پر کییف د روسیو توغندیو تر برید وروسته د راکټونو برخې ټولوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۴مې انځور.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې روسي ولسمشر پوتین یې پر هېواد "د پراخ کچ یرغل" پیل کړی دی او په وینا یې د اوکراین "سوله ییز ښارونه" تر حملې لاندې دي. نوموړي ویلي چې هېواد به يې خپله دفاع کوي.

کولېبا پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې چې "نړۍ" دې "سمدستي د پوتین مخه ونیسي" او دا چې نړۍ دا کار کولای شي.

په اوکراین کې څه روان دي؟

د روسیې تر اعلان څه وخت وروسته د اوکراین له پلازمېنې کییف او له بورېسپېل هوايي ډګره د چاودنو او ډزو خبرونه راغلي دي.

عیني شاهدانو همداراز، د هغه هېواد په نورو ښارونو خارکیف، کراماتورسک، دنیپرو، ماریوپول، اودېسا او زپروژیا کې هم د چاودنو رپورټ ورکړی دی.

امریکايي سې اېن اېن ټېلېوېژن ویلي چې روسي ځواکونه د اودېسا بندر له لارې اوکراین ته داخل شوي خو دا روښانه نه ده چې هغوی په جګړه کې ښکېل ول او که نه.

سي اېن اېن هغه ویډیو هم ښوولې چې د روسیې پوځیان د بېلاروس له لارې اوکراین ته ننوځي. روسیو پوځیانو په وروستیو کې په هغه هېواد کې له بېلاروسیو ځواکونو سره ګډ تمرینونه کړي ول.

په لاندینۍ نقشه کې د اوکراین هغه سیمې ښکاري چې پکې چاودنې اورېدل شوې دي.

رویټرز اژانس ته د کییف اوسېدونکو تایید کړې چې هلته یې چاودنې اورېدلي او د پلازمېنې له هوايي ډګر سره نېږدې هم ډزې اورېدل شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اوکراین په هوايي ډګرونو کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي او د هغوی د هوايي دفاع نظام یې "ځپلی" دی.

نړیوال غبرګون

امریکايي ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې د "بې جوازه حملې غندنه" کړې ده او ویلي یې دي چې د فبرورۍ پر ۲۴مه به د خپل هېواد ولس ته وینا کوي.

بایډن پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره یې په ټېلېفوني خبرو کې د هغه پر هېواد د روسیې یرغل غندلی دی.

بایډن زیاته کړې چې د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) له مشرانو او خپلو ملګرو سره غږېږي او پر"روسیې به سخت بندیزونه" لګوي.

په عین وخت کې اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له برتانیوي وزیراعظم بورېس جانسن سره هم پر ټېلېفون خبرې کړې دي.

اخوا د ناټو اتحاد د مرکزي اروپا غړو هېوادونو هم پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی.

ملګرو ملتونو په اوکراین کې د جګړې درولو غوښتنه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې مشران هم د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په برسلز کې په یوه بیړنۍ سرمشریزه کې له روسیې سره د چلند د څرنګوالي پر راتلونکو اقداماتو بحث کوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فن دېر لېین ويلي، د اروپايي اتحادیې مشران د فبرورۍ پر ۲۴مه په یوه بیړنۍ غونډه کې پر اوکراين د روسیې، د "وحشیانه برید" په غبرګون کې پر نويو سختو بندیزونو غږېږي.

نوموړې رسنيو ته په يو بيان کې ويلي چې دوی به د حملې لپاره له ولسمشر ولاديمير پوتينه "ځواب غواړي."

فن دېر لېین وويل چې اروپايي ټولنه به له بنديزونو سره د روسیې "اقتصادي بنياد" او د هغې د "عصري کولو ظرفیت" کمزوری کړي.

بلخوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل ویلي، ټولنه به پر روسیې "تر ټولو سخت" بندیزونه ولګوي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس مېشل د غونډې د وربللو پرمهال ویلي چې "په زور او جبر د پولو بدلول په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ځای نه لري."

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په اوکراین کې یو میاشتنی بیړنی حالت وو او ولسمشر زېلېنسکي تر حملې وروسته پوځي قانون (مارشل لا) اعلان کړ. د اوکراین په دوو شرقي سیمو کې وار له مخه له ۲۰۱۴ز کال راهیسې بیړنی حالت نافذ دی.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی دی چې نړۍ د "خطرې له یوې شېبې" سره مخامخ ده.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۴مه په خپله وینا کې غږ وکړ چې په اوکراین کې دې جګړه په "سمدستي ډول ودرېږي."

تر حملې مخکې څه پېښ شول؟

امریکايي ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې تر حملې دوه ورځې مخکې پر مسکو د بندیزونو د لومړۍ برخې د عملي کولو اعلان کړی وو. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲مه ولس ته په وینا کې وویل، د مسکو اقدامات د نړیوال قانون سرغړونه ده چې له کبله یې پر دوو روسیو بانکونو د بندیزونو ترڅنګ د غربي هېوادونو مالي ادارو ته د مسکو پر لاسرسي بندیز لګوي.

بایډن پر روسیې تر هغې یوه ورځ وروسته د بندیزونو لګولو اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د دوو بېلتونپالو سیمو لوهانسک او دونېڅک خپلواکي په رسمیت وپېژندله. د روسيې ملاتړ لرونکي بېلتونپال د اوکراين پر ختيځو سيمو د کنټرول ادعا لري. پوتین وروسته خپلو پوځیانو ته اوکراین ته د داخلېدو امر هم وکړ.

روسي پوځیان د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۲مه د جنګي تمرینونو پرمهال
روسي پوځیان د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۲مه د جنګي تمرینونو پرمهال

زرګونه روسي پوځیان د ۲۰۲۱ز کال له پای راهیسې له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای ول چې له وجې یې د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنې زیاتې شوې وې. واشنګټن په بیا بیا ویلي ول چې روسیه پر اوکراین یرغل کوي، خو مسکو ویل چې پر هغه هېواد د حملې نیت نه لري البته په ناټو اتحاد کې د اوکراین د نه شاملولو ترڅنګ یې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوله چې واشنګټن رد کړې وه.

اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د مسکو تر اقدام وروسته له خپلو ملګرو هېوادونو څخه د پراخ او "څرګند ملاتړ" غوښتنه وکړه.

مشرقي سیمې لوهانسک او دونېڅک د اوکراین د بحران اصلي مرکزونه دي چې د حکومتي او روسي پلویو بېلتونپالو له خوا پکې پرله پسې جګړې او نښتې شوې دي.

اوکراین او غربي نړۍ پر روسیه تور پورې کوي چې د اوکراین په ختیځ کې په شخړه کې ښکېل بېلتون پال روزي، ورته وسلې او پوځیان استوي خو مسکو دا تورونه ردوي.

په ۲۰۱۴ز کال کې روسیې د اوکراین ټاپووزمه سیمه کریمیا ونیوله او له ځان سره یې وتړله. د هم هغه کال په اپرېل کې په لوهانسک او دونېڅک کې جګړه پیل شوه چې د ملګرو ملتونو له ارقامو سره سم، تر اوسه پکې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شننه: پر اوکراین حمله څه معنا لري؟

سیاستوال، د پاکستان پخوانی سېنېټر او شنونکی افراسیاب خټک د سړې جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د پخواني شوروي اتحاد او ختیزې اروپا پر حالاتو نظر ساتلی دی او وايي، روسیه او اوکراین "تاریخي، فرهنګي، تمدني او سیاسي تعلقات" لري.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې په نړۍ کې د "ځواک یا طاقت په توازن کې بدلون" کېږي. د ده په خبره، یو لوري ته امریکا، برتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنه ده او بلې خوا ته د روسیې او چین په څېر هېوادونه دي.

خټک وايي، اوسمهال چین په یوه نوي اقتصادي ځواک بدل شوی او روسیه پوځي قوت لري او دواړه هېوادونه ښايي غرب ته مخامخ شوي دي.

له خټک سره بشپړه مرکه لاندې د غږ په ځای کې واورئ.

پر اوکراین د روسیې حمله څه معنا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:23 0:00

د خټک په اند، اوسمهال نړۍ د سیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک له پلوه "کثیر القطبي (ملټي پولر) ده" چې په داسې صورتحال کې "واړه هېوادونه له یوشمېر مسلو" سره مخامخېږي.

افراسیاب خټک ته داسې ښکاري چې روسیه ښايي په اوکراین کې د "حکومت بدلولو" په تکل وي او فکر کوي چې که د اوکراین غرب پلوی حکومت بدل شي او "مسکو پلوی حکومت" یې ځای ونیسي، نو بیا کېدای شي "جګړه ودرېږي."

خټک د فبرورۍ پر ۲۱مه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا ته په اشاره وویل چې د هېوادونو له خپلواکۍ انکار کول او د ځمکنۍ بشپړتیا ردول یې "خطرناکه" کار دی.

پوتین هغه مهال په خبرو کې دعوه کړې وه چې اوکراین خپلواکه هېواد نه دی او د پخواني شوروي اتحاد مشرتابه ورته په یوشمېر ځایونو کې خاوره ورکړې وه.

سیاستوال او شنونکي افراسیاب خټک زیاته کړه چې د اوکراین پر سر د بحران په هواري کې ملګرو ملتونو رغنده رول و نه لوباوه او "سیاسي، ستراتیژیک نقش" یې ادا نه کړای شو.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش په وروستیو کې په بیا بیا پر ټولو خواوو ټینګار وکړ چې ترینګلتیا دې ختمه کړي او د پوځي پر ځای دې له ډېپلوماټیکې لارې کار واخلي او په خبرو اترو دې د بحران د هواري هڅې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG