د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: پر روسیې د بندیزونو لومړۍ برخه عملي کېږي


بایډن د فبرورۍ پر ۲۲مه په وینا کې وویل که روسیه په اوکراین کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي نو نور بندیزونه هم ورباندې لګولای شي.
بایډن د فبرورۍ پر ۲۲مه په وینا کې وویل که روسیه په اوکراین کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي نو نور بندیزونه هم ورباندې لګولای شي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې پر روسیې د بندیزونو لومړۍ برخه عملي کوي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲مه ولس ته په وینا کې وویل، د مسکو اقدامات د نړیوال قانون سرغړونه ده چې له کبله یې پر دوو روسیو بانکونو د بندیزونو ترڅنګ د غربي هېوادونو مالي ادارو ته د مسکو پر لاسرسي بندیز لګوي.

نوموړي وویل، د اوکراين په اړه د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين ادعاوې یې نه شي تېر ايستلای.

د بایډن په وينا، که روسيه خپل "تېري" ته دوام ورکړي نو نور بندېزونه ورباندې لګېدلای شي. نوموړي دا خبره د پوتين د هغه ذکر شوي پلان په حواله وکړه چې د اوکراين له ختيځ ور اخوا سيمو ته به پوځیان استوي.

امریکا تر هغې وروسته دا اقدامات اعلان کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۲مه خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې دې هغو سیمو ته ورداخل شي چې پکې روسي پلوي بېلتونپالي فعالیت کوي. پوتین تر دې څو ساعته مخکې د اوکراین په ختيځ کې د دوو بېلتونپالو سیمو دنېڅک او لوهانسک خپلواکي په رسمیت وپېژندله. د روسيې ملاتړ لرونکي بېلتونپال د اوکراين پر ختيځو سيمو د کنټرول ادعا لري.

روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۱مه ولس ته د ویډیويي وینا پر مهال
روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۱مه ولس ته د ویډیويي وینا پر مهال

ولسمشر بايډن ولس ته په وينا کې زیاته کړه چې دا اقدام پر اوکراين د روسيې د بريد پيل دی. نوموړي وويل چې پوتين د لا زياتو سيمو د نيولو لپاره دلايل لټوي.

يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی، خبريالانو ته د ټېليفون له لارې ويلي چې تر امريکايي بندیز لاندې بانکونو کې يې يو د روسیو ځواکونو "پرومسياز بانک" دی او دویم يې د روسي ملت پرمختيايي "وي اي بي بانک" دی چې د کرېملېن تر کنټرول لاندې دی.

دغه چارواکي زياته کړې، که روسيه خپل بريدونه پرمخ وړي، نو واشنګټن چمتو دی چې د زبېر بانک او وي ټي بي په ګډون د روسيې تر ټولو لويو مالي ادارو پرضد اقدام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG