د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو وايي د غړو هېوادونو د خاورې دفاع کوي


اوکرایني اوروژونکي د هېواد په ختیځ کې پر یوې ودانۍ د روسي توغندي تر برید وروسته د اور وژلو هڅې کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۴مې انځور.
اوکرایني اوروژونکي د هېواد په ختیځ کې پر یوې ودانۍ د روسي توغندي تر برید وروسته د اور وژلو هڅې کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۴مې انځور.

د ناټو مشر ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې حملې په اروپا کې سوله ماته کړې ده او ژمنه یې کړې چې د ناټو اېتلاف د غړو هېوادونو د خاورې د "هر لوېشت" دفاع به کوي.

ینس ستولتنبرګ په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادونو د سفیرانو تر بیړنۍ ناستې وروسته خبري غونډې ته وویل، چې هغوی "باید له نوي هوډ او په زیات قوي یووالي غبرګون" وښيي.

ده وویل، ناټو چې به "څه کوي هغه به دفاعي" وي او تایید یې کړه چې د اېتلاف د ۳۰ غړو هېوادونو ملي مشران به د فبرورۍ پر ۲۵مه انلاین غونډه وکړي.

د ناټو مشر ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۲۴مه په خپلو خبرو کې پر اوکراین د روسیې د حملې غندنه وکړه
د ناټو مشر ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۲۴مه په خپلو خبرو کې پر اوکراین د روسیې د حملې غندنه وکړه

ستولنبرګ د ناټو د موافقې پینځمې مادې ته د اېتلاف ژمنتیا تکرار کړه. په هغه ماده کې راغلي چې د اېتلاف پر یو هېواد حمله به پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.

نوموړي وویل، د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د اېتلاف د ملګرو هېوادونو لپاره خپل "دفاعي پلانونه" فعالوي. اوکراین د ناټو غړی هېواد نه دی خو له غرب سره ملګری دی.

ستولتنبرګ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې پر سهار وختي په وینا کې پر اوکراین د حملو اعلان وکړ چې ورسره سم، روسیو ځواکونو د هغه هېواد د پلازمېنې کییف پر ګډون په ۲۵ ښارونو کې پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو توغندي وورول.

اوکرایني ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي دي چې هېواد ته د روسیې د حملې په لومړني پړاو کې "سخت زیانونه" اوښتي دي او د هغه سلاکار ویلي دي چې د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې تر یرغل لږ ساعت وروسته ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې له مسکو سره ډېپلوماټیک تعلقات ختموي او له هغو روسانو یې د خپل حکومت د اقداماتو ضد د احتجاج کولو غوښتنه وکړه چې "خپل وقار یې له لاسه نه دی ورکړی."

ولسمشر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل روسیو توغندیو یې هېواد ته لوی زیانونه اړولي دي.
ولسمشر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل روسیو توغندیو یې هېواد ته لوی زیانونه اړولي دي.

د ناټو مشر وویل، هغه غربي پوځي اېتلاف خپلې دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي او دا چې تر ۱۰۰ زیاتې جنګي الوتکې د غړو هېوادونو د فضايي حریم د ساتنې لپاره د پوره چمتووالي په حالت کې دي.

ستولتنبرګ پر اوکراین د روسیې پر حملې زښت انتقاد وکړ او و یې ویل چې هغه "یو قصدي، ظالمانه او له اوږدې مودې راهیسې پلان شوی یرغل" دی.

ده زیاته کړه چې "روسیه د تاریخ بیا لیکلو لپاره له قوته کار اخلي."

ولسمشر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" اعلان وکړ.
ولسمشر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" اعلان وکړ.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ ۲۴مې پر سهار په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.

ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې حملې ته زښت غبرګون ښوولی. ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې په هغه هېواد کې دې جګړه سمدستي ودرېږي.

امریکا او اروپايي ټولنې پر اوکراین د یرغل غندنه کړې او زیاتوي چې پر روسیې سخت اقتصادي بندیزونه لګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG