د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني علماوو له نصابه د سختدريځۍ موادو لرې کولو پرېکړه کړې


علامه طاهر اشرفي وايي، تر اوسه له سلګونو کتابونو نه د کرکې او تشدد مواد لرې کړل شوي دي.
علامه طاهر اشرفي وايي، تر اوسه له سلګونو کتابونو نه د کرکې او تشدد مواد لرې کړل شوي دي.

د پاکستان د مذهبي عالمانو ټولنې، له نصابي کتابونو نه د کرکې، تشدد او د سختدریځۍ د موادو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د وزیر اعظم د مذهبي چارو سلاکار حافظ طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته وویل، تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه مواد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي.

د نوموړي په وینا، دغه ۳۰۷ کتابونه په قامي نصاب کې نه و شامل خو دا چې د ملک په ځینو شخصي ادارو او مدرسو کې یې درس ورکول کېدو او دا وېره وه چې ترې د کرکې او تشدد خپرېږي نو ځکه یې له هغو کتابونو دا مواد لرې کړي دي. علامه طاهر اشرفي د قامي نصاب په اړه د یوې پوښتننې په ځواب کې وویل:"په قامي نصاب کې داسې یو کتاب هم نشته چې د فرقه واریت، سختدریځۍ او یا هم د تشدد خبره پکې شوې وې."

نوموړي وړاندې وویل، د ۲۵ نورو کتابونو نه د سختدریځۍ، کرکې او توپیر پالنې مواد به په یوه اوونۍ کې دننه لرې کړل شي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۱۷ز کال په نومبر میاشت کې هم د پاکستان د دیني علماوو او د پوهنتونونو د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې له نصابه به د کرکې خپرولو مواد لرې کېږي او ځوانان به مثبتو سرګرمیو ته هڅول کېږي.

خبریال او شنونکی شمس مومند وايي، دا ډېره ښه خبره ده چې د ملک قامي نصاب د سختدریځۍ نه پاک کړل شي: په تېرو دیرشو یا څلوېښتو کلونو کې چې موږ کوم تبلیغات کړي دي او خلک مو جارحانه سیاست ته هڅولي دي، د هغې د مخنیوي لپاره به مبارزه کول غواړي. بله خبره دا ده چې تر څو پورې په ملک کې خلکو ته په عدالتونو کې او سرکاري محکمو کې انصاف نه ورکول کېږي، تر هغې به په خلکو کې غصه، انتقام او دا څیزونه لیدل کېږي."

نوموړی وايي، له جوماتونو نیولې تر مدرسو او سکولونو پورې هر کس چې خلک یې خبره اوري او پر ټولنه اغېز لري، باید له نصابه د تشدد نه د ډکو موادو په لرې کولو کې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د وزیراعظم د مذهبي چارو سلاکار علامه طاهر اشرفي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال په سیالکوټ کې د سریلنکايي وګړي وژنې ته په اشارې کولو سره وویل، اسلام هېچا ته د دا ډول کارونو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي. نوموړي یو وارې بیا هغه پېښه وغندله.

د روان کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سیالکوټ کې د یوې کارخانې کارکوونکو خپل منیجر چې اصلا د سريلنکا و، په دې تور وژلی و او بیا یې جسد ته اور وراچولی و چې ګینې نوموړي د مذهب سپکاوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG