د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد ته تلونکي د جانيخېلو پر لاریون د پولیس له ډزو یو تن مړ، ګڼ ژوبل


 د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلتوال.
د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلتوال.

اسلام اباد ته د جانیخلېو پر تلونکي لاریون د تاوتریخوالي له کبله د پولیسو په ډزو کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ژوبل دي.

بلخوا پولیس چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د دوی هم لس تنه پر دې مهال ژوبل شوي دي چې د دوو حالات یې د اندېښنې وړ دی. لاریون هله په تاوتریخوالي بدل شو چې پولیسو یې له بنو سره نېږدې پر ټوچي پله د اسلام اباد پر لور د تلو مخنیوي هڅه کوله.

زموږ خبریال وايي، دا مهال اخ و ډب درېدلی دی، لاریونوال پر خپل ځای ناست دي او یوې قبایلي جرګې ترې درې ساعته وخت اخیستی چې غوښتنې به یې لوړپوړو حکومتي چارواکو ته ورسوي.

لطیف وزیري چې په دې لاریون کې مل وو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پر دوی باندې پولیسو له ټوچي پله سره نږدې ډزې وکړې. دی زیاتوي چې یو تن وژل شوی خو رپوټونه وايي د مړیو شمېر تر دې زیات دی.

د بنو د جانيخېلو پرلتوالو نن تر هغه وروسته د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ چې بېګا شپه يې له انتظامیې سره خبري ناکامه شوې.

د وروستیو مالوماتو له مخې تر څو ساعتونو پياده او ګاډو کې تر مزل وروسته پوليسو په ټوچې سيند د لاریون پر مخ لاره وتړله. پوليسو هلته کنټېنر اېښي دي او لاريونوالو ته مخکې د تګ اجازه نه ورکوي.

د انتظامیې لوړپوړو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته ويلي دي چې د جانيخېلو له پرلتوالو سره يې له لومړۍ ورځې څخه خبرې روانې وې خو تېره شپه مذاکرات ناکامه شول.

جانیخېلو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته احتجاجي پرلت پیل کړ او د نوموړي د مړي له ښخولو انکار کوي.

دوی وايي، حکومت دې په مارچ کې د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته ورسره د سیمې د امنیت په اړه کړې موافقه عملي کړي، د ځوانانو او د ملک نصیب خان په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي او د ځايي مشر کورنۍ ته دې تاوان ورکړي. دوی وايي سیمه دې له وسله والو پاکه کړل شي.

د بنو انتظامیه وايي، موافقې ته ژمنه ده او هرو مرو به یې عملي کوي. که څه هم په ۲۰۱۴ز کال کې په وزیرستانونو کې د ضرب عضب په نامه عملیاتو کې پاکستاني امنیتي ځواکونه د وسله والو د له مینځه وړلو ادعا کوي خو لاهم هلته په لوی شمېر کې د وسله والو د شتون راپورونه دي. د وسله والو پر وړاندې په هغو عملیاتو کې تر یومیلیون زیات وګړي بې کوره شوي ول.

XS
SM
MD
LG