د لاسرسي ځای

تازه خبر

له میرامشا او دته خېلو وروسته جانیخېلو هم پرلت ووهلو


د جانیخېلو پرلت: ۲۰۲۱، ۳۱م مې
د جانیخېلو پرلت: ۲۰۲۱، ۳۱م مې

په بنو کې جانیخېلو د خپل یوه قبایلي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف یو ځل بیا په خپله سیمه کې پرلت پیل کړ. نوموړی بېګا شپه د نامالومو وسله والو د برید ښکار شو.

د پرلت یوه ګډونوال او د جانيخېلو پرلت کمېټۍ غړي لطیف وزیري مشال ریډیو ته وویل، چې د ملک نصیب خان تر جنازې پس مشرانو پرېکړه وکړه، چې د هغه مړی خاورو ته نه سپاري، نو په هم پر هغه ځای یې پرلت پیل کړ چې په مارچ میاشت کې د څلور تنکېو ځوانانو د وژلو خلاف چې شوی وو.

پرلتوال وايي چې لا هم ټول مشران نه دي راغلي، خو ولس راټولېږي، د پرلت لپاره انتظامات شورو د، او مړی خاورو ته نه سپاري.

لطیف وزیري وویل غوښتنې یې لا نه دي په ډاګه کړې. حکومت ورته د مشران په وسطه پیغام لېږلی دی. د ده په خبره چې ټول جانيخېل تر ماښامه راغونډ شي، نو هله به خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کوي.

خو د دوی په وینا د مارچ میاشتې پرلت ختمولو په بدل کې چې کومې غوښتنې له حکومته شوې، هغه یې په لومړیو غوښتنو کې شاملې دي.

د پرلت یو بل ګډونوال علاوالدین وايي چې دوی په سیمه کې امن باوري کول، د وژل شوي کس قاتلان ګرفتارولو غوښتنې لري نور به مشران پریکړه کړي اوس دوی د پرلت په انتظاماتو بوخت دي.

د جانيخېلو د دغه پرلت په باب د بنو پولیسو او انتظامي چارواکو لا هم څه موقف نه دی وړاندې کړی، البته یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم واخلي، مشال ریډیو ته وویل چې انتظامي چارواکو ته یې ویلي، چې له پرلت والو سره خبرې وکړي او مطمین یې کړي.

د نوموړي په خبره له جانيخېلو سره چې وړاندې کومې ژمنې شوې وې هغه به پوره کېږي، د امن باوري کولو لپاره به ګامونه پورته کېږي.

بلخوا د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې له تېرو درېوو ورځو راهیسې پرلت دوام لري. هلته له هغه وروسته پرلت ووهل شو چې د مې پر ۱۹ نېټه د میرامشا په همځونۍ سیمه کې د سړکغاړې چاودنې د چارواکو په وینا یو عسکر ژوبل کړ. له پېښې وروسته پاکستانیو پوځيانو درې تنه په شک کې نیولي چې د پرلتوالو په خبر بې ګناه دي. دوی یې د راخوشې کولو لپاره دهرنا پیل کړې ده.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان وايي، د جرګې له لارې یې له پرلتوالو سره خبرې روانې دي خو لا یې هم څه نتیجه نه ده ورکړې.

د دې ترڅنګ د شمالي وزیرستان په دته خېل خدرخېلو کې هم ځايي خلکو له اتوار ورځې راهیسې پرلت پیل کړی، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو هلته هم بې ګناه کس نیولی دی.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکې او پښتون ژغورنی غورځنګ غړی عید الرحمان وزیر مشال ریډیو ته وویل چې د نیول شوي کس د خوشې کولو غوښتنه کوي، خو حکومت په دته خېلو کې ګرځبندیز لګولی دی او غوښتنې یې نه منل کېږي.

نوموړي وویل د غوښتنو تر پوره کېدو به یې پرلت دوام لري.

د دی ټولو پرلتونو او احتجاجونو په اړه د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان وویل چې د مشران یې وراستولي چې هغوی ډاډه کړي او دهرنې ختمې کړي.

XS
SM
MD
LG