د لاسرسي ځای

تازه خبر

اریانا نیوز ټېلېوېژن وايي طالبانو یې دوه خبریالان خوشې کړي


اسلم حجاب (ښي لوري ته) او عبدالوارث حسرت د اریانا نیوز ټېلېوېژن خبریالان دي - انځور له ارشیفه
اسلم حجاب (ښي لوري ته) او عبدالوارث حسرت د اریانا نیوز ټېلېوېژن خبریالان دي - انځور له ارشیفه

راپورونه وايي، طالبانو د اریانا نیوز ټېلېوېژن دوه خبریالان خوشې کړي دي.

د هغه شخصي ټېلېوېژن دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب د جنورۍ پر ۳۱مه پرته له کوم دلیله نیول شوي ول.

د اریانا ټېلېوېژن مشر شریف حسنیار د فبرورۍ پر دویمه پر ټوېټر د دواړو خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دا خبریالان پر ټېلېوېژن تر هغې یوه ورځ وروسته ونیول شول چې د خپرونې یوه مېلمه د طالبانو پر حکومت سخت انتقاد وکړ او بیا د بحث یوه برخه پر ټولنیزو شبکو خپره شوه.

د بښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او یوشمېر نورو ادارو د هغو خبریالانو پر نیولو انتقاد کړی وو او له طالبانو یې غوښتي ول چې هغوی دې ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو د دې خبریالانو د نیولو په اړه څه نه ول ویلي او اوس یې هم د هغوی د خوشې کېدو په تړاو څه نه دې ویلي.

حسرت د سیاسي برخې خبریال دی او حجاب د اریانا ټېلېوېژن د اقتصادي خبرونو په برخه کې کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG