د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب تعلیمي ادارو کې د پښتنو او بلوڅ زده کوونکيو د ځورونو ادعا


د لاهور ګورنمنټ کالج
د لاهور ګورنمنټ کالج

د پاکستان په پنجاب کې د زده کړو لپاره میشت یوشمېر پښتانه او بلوڅ زده کوونکي‌ تور پورې کوي چې هلته یې پولیس د توکم/نسل پر بنیاد ځوروي.

دوی وايي چې کله هم د دغه صوبې په یوه ښار یا سیمه کې د ترهګرۍ یو پېښه وشي نو پولیس یوازې د تعلیمي ادارو په هاسټلونو کې میشته د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو پر کوټو چاپې وهي‌ او هغوی تاڼو ته بیایي.

په لاهور کې میشت پښتون زده کوونکی مزمل کاکړ یو له هغو زده کوونکو دی چې د ده په وینا په وار وار تر داسې حالاتو تېر شوی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې یوازې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا زده کوونکي‌ په نښه کېږي.

''هر کله چې داسې یو پېښه وشي نو د پنجاب پولیس په ځانګړې توګه پښتانه او بلوڅ زده کوونکي په نښه کوي، زه په خپله د لاهور تر لسو زیاتو تاڼو ته تللی یم، له پولیس سره هېڅ دلیل نه وي، بس دوی چې زموږ پر شناختي کارډ بلوچستان یا قبایلي سیمې وویني نو دا له دوی سره د دې لپاره جواز وي چې موږ تاڼو ته یوسي او هلته مو تر څو ساعتونو وساتي او ومو ځوروي.''

یوه بلوڅ زده کوونکي شېراز بګټي مشال راډیو ته وویل، د پولیسو له خوا د دوی تنګول اوس معمول ګرځېدلی دی.

ده وویل،د بلوڅ زده کوونکو پر کوټو چاپې وهل او د هغوی تنګول اوس هره ورځ وي، د هغوی کارډونه ګوري چې د بلوچستان وي نو بیا یې تلاشي کوي، پوښتنې ترې کوي، چې تاسو کوم کتابونه لولئ. نوموړی زیاتوي د ریاست له خوا داسې چلند نور د زغملو وړ نه دی.

په پنجاب کې له پښتون او بلوڅ زده کوونکو سره د داسې مبینه چلند په اړه د بشري حقونو فعالانو هم په وار وار غږ پورته کړی دی.

د بشري حقونو مبارز او د پوهنتون استاد پروفیسر عمار علي خان هم یو له هغو دی چې د دې زده کوونکو په حق کې غږ پورته کوي.

نوموړي هم له مشال راډیو سره په خبرو کې د پنجاب پولیس په داسې کړنو تورن کړل او غوښتنه یې وکړه چې ریاست باید د دې کار مخه ونیسي.

ده وویل: ''له پخوا راهیسې هم داسې شوي دي‌ او اوس هم روان دي چې یو شمېر زده کوونکي د هغوی د نسل، ژبې او شناخت پر اساس په نښه کېږي، چې ریاستي ادارې داسې کوي نو د دې زده کوونکو په ذهنونو کې به خامخا د ریاست ضد نفرت پیدا کېږي، په کار دا ده چې له داسې کړنو ډډه وشي او د ټولو زده کوونکو په نښه کولو پرځای باید یوازې مجرمان په نښه کړل شي.''

بلوچستان بار کونسل د جنورۍ پر۲۲مه په یو بیان کې د پنجاب پولیس له خوا له پښتون او بلوڅ زده کوونکو سره د توپیري چلند غندنه کړې ده.

بلخوا د پاکستان بار کونسل غړی اېډوکېټ منیر کاکړ وايي، دوی هم د پنجاب پولیس د داسې کړنو غندنه کوي او له حکومت څخه یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل: ''بلوڅ او پښتون چې په هره اداره کې زده کړې کوي‌ او په څه خبر نه وي‌ نو دوی راځي د نسل او ژبې پر بنیاد پر هغوی چاپې وهي او ځوروي یې، دا ظلم دی، دا د پنجاب او وفاقي حکومت زمه واري ده چې پولیس او نورې جاسوسي ادارې دې له داسې کړنو منع کړي.''

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن – ایچ ار سي پي - ډایریکټره فراه ضیا وايي، دوی تل د داسې توپیري چلند غندنه کړې او اوس هم پر حکومت غږ کوي چې د دې مخه ونیسي.

نوموړې د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل: ''له زده کوونکو سره داسې کول ډېر ظلم دی، یو خوا تاسو [پنجاب سرکار] هغوی د ملک برخه بولی او هغوی ته مو د صوبې په تعلیمي‌ ادارو کې د زده کړو برخه ورکړې ده او هرکلی ورته وایاست او بل پلو هلته ریاستي ادارې هغوی داسې په نښه کوي، موږ د دې ډېر خلاف یو.''

خو د پنجاب د قانون وزیر محمد بشارت راجا د جنورۍ پر ۲۴مه د دې موضوع په اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې ټول لګېدلي تورونه رد کړل.

ده وویل، د نسل پر اساس څوک نه دي په نښه شوي بلکې دوی یوازې په ملزمانو پسې ځي: ''داسې هېڅ خبره نشته او نه څوک نیول شوي دي، کوم زده کوونکي چې له نورو صوبو راغلي او دلته زده کړې کوي، د هغوی امنیت ساتل زموږ زمه واري ده، او اوس مهال داسې څه مسله نشته.''

په پنجاب کې د میشتو پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ځورول کېدو بحث تر هغه وروسته لا تود شوی چې د جنورۍ پر ۲۰مه په لاهور کې یوې چاودنې درې تنه ووژل او زمه واري یې د بلوڅ نیشنل ارمي په نامه یوې وسله والې ډلې ومنله.

XS
SM
MD
LG