د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه او بلوڅ زده کوونکي له ملتانه تر کوټې او اسلام اباده په پښو روان شوي


د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو پیاده لانګ مارچ له ملتانه تر کوټې او اسلام اباده د رونېدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۳ اکتوبر
د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو پیاده لانګ مارچ له ملتانه تر کوټې او اسلام اباده د رونېدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۳ اکتوبر

د بلوچستان پښتنو او بلوڅو زده کونکو له ملتانه تر کوټې او اسلام آباده پیاده یون (لانګ مارچ) پیل کړی د ملتان بهاالدین زکریا پوهنتون او اسلامیه پوهنتون بهاولپوردې د فېسونو اخېستو پرېکړه بیرته واخلي. د بلوچستان پښتانه زده کونکي د اکتوبر پر دیارلسمه (نن) کوټی ته پیاده روان شوي.

د دوی غوښتنه وه چې د تېر په څېر دې یې د وړیا زده کړو کولو بهیر روان وساتل شي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د دوی وینا وه چې د ملتان بهاالدین زکریا پوهنتون او اسلامیه پوهنتون بهاولپور انتظامیو ورته د داخلو او استوګنې لپاره د پیسو جمع کولو ویلي دي. د دوکۍ ضلعې یو زده کوونکي اسحاق خان ترین چې له خپلو نورو ملګرو سره له ملتانه کوټې ته پیاده روان شوی دی وايي، پښتنو، بلوڅو او د پخوانۍ فاټا د زده کونکي چې پر مخصوصو سیټونو وړیا تعلیم حاصلوي، ډېر خپه دي ځکه چې یوه غوښتنه یې هم نه ده منل شوې. دی زیاتوي بلوڅ زده کوونکي په پښو د اسلام اباد پر لور او پښتانه زده کوونکي د کوټې پر لور روان شوي دي.

د بهاولپور پوهنتون ترجمان د سېټمبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه ویلي ول چې د دغه زده کونکو د وړیا تعلیم پالیسي ختمه شوې نه ده خو دوی به وړاندې له خپلې ضلعي انتظامیې د داخلې لپاره د نامزدګۍ کاغذونه وروړل خو سږ کال یې نه دی وروړی. د مارچ په میاشت کښې د خیبر پښتونخوا حکومت د جاری شوي یوې اعلامیې ترمخه صوبایي حکومت د پاکستان ټولو پوهنتونو ته ویلی ول چې د پوهنتونونه دې زده کوونکو ته د نامزدګۍ کاغذونو پرته داخلې ورکړي.

د بلوچستان زده کونکو لپاره د پاکستان اېوان بالا (سینیټ) هم د سېپټمبر میاشتی پر اوومه نېټه یادو پوهنتونونو ته خواست کړی وو، چې د دوی سکالرشپونه دې نه بندوي. د سېپټمبر پر ۲۰مه نېټه د بهاالدین زکریا پوهنتون ملتان د رجسټرارپه بیان کې راغلي ول چې وړاندې به د بلوچستان او پخوانۍ فاټا زده کوونکو فیسونه د دغه صوبو حکومتونو ورلېږل خو سږ کال یې نه دي ورلېږلي. د بیان له مخې چې پوهنتون یې مالي ستونزې لري او څه نا څه څلور سوه میلیونه روپۍ په خساره کې دی. د بیان په پای کې لیکل شوي چې زده کوونکي دې د داخلو او استوګنې فیسونه پخپله پرې کړي.

وقار بلوڅ د بلوڅ سټوډنټس کونسل چیېرمین دې او دې پخپله په بهاالدین زکریا پوهنتون کښې زده کوونکې هم دی د دغه پیاده مارچ چې اسلام آباد ته روان دې مشري کوي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې له ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو راهیسې د بلوچستان د زده کؤنکو د پآره د پنجاب په پوهتنونو کښې مخصوصه کوټه مقرره شوې وه، چې په دې کښې په زرګونه زده کونکي تعلیم حاصلوي خو له بده مرغه د دوی مخصوصه کوټه او سکالرشپونه ختمول پیل شوي دي. وړاندې یې سیټونه یا کوټه ورته نیمه کړې وه خو سږ کال یی سکالرشپونه ختم کړل او راتلونکو زده کوونکو به لوی فیسونه غواړي.

د دواړو ډلو، چې کوټې اسلام آباد ته درومي، شمېر یې ۴۰، ۴۰ تنه دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او په سېنېت کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي سینیټر محمد عثمان خان کاکړ له مشال راډیو سره په خبرو کې د دغه زده کوونکو په باب اندېښنه وښودله چې زده کړې یې خرابیږي.

نوموړی زیاتوي: (د سېنېټ بشري حقونو کمېټۍ د یونیورسټۍ والا راغوښتي ول، د بهاالدین زکریا پوهنتون وایس چانسلر وویل، دوی هر څومره زده کوونکو ته داخلې ورکولو ته تیار دي خو د زده کوونکو فیسونه او نور خرڅونه به پنجاب حکومت دوی ته ورکوي، ځکه یونیورسټۍ دومره پیسی نه لري. د دوی خبره صحیح هم وه، نو بیا مو د پنجاب وزیر تعلیم، ګورنر، سیکرټری سره مو خبرې وکړې خو هغوی هم راته اخوا دېخوا ویل، نو ښکاريداسې چې د پنجاب واکمنان نه غواړي چې دا ځوانان تعلیم حاصل کړي.)

د پوهنتونونو لخوا دغه زده کوونکو ته اخیري خبره داسې شوې ده چې دوی باید فیسونه جمع کړي او یا دې له خپلو صوبو نه د وړیا تعلیم د نامزدګۍ فارمونه وروړي نو هله به داخلی ورکوي.

XS
SM
MD
LG