د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو د مري پېښې عدالتي پلټنه غوښتې


د جنورۍ پر ۷مه په مري کې د زیاتو واورو اورېدو او یخنۍ لوجې په بند پاتې ګاډو کې لږ تر لږه ۲۷ سېلانیان مړه شول.
د جنورۍ پر ۷مه په مري کې د زیاتو واورو اورېدو او یخنۍ لوجې په بند پاتې ګاډو کې لږ تر لږه ۲۷ سېلانیان مړه شول.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو د مري پېښه یوه غمیزه بللې او د مسولو کسانو پرضد یې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې.

د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزیشن مشرانو په مري کې د واورو د ورښت له کبله د سېلانیانو پر مړینه خپګان ښکاره کړ او د حکومت انتظامات یې ناقص وبلل. د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وویل، د اپوزیشن ټول غړي د مري پېښې عدالتي پلټنه غواړي او غوښتنه کوي چې د زمه وارو کسانو پرضد دې کارروايي وشي.

د پارلېمان غونډې ته په وینا کې د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وویل، ټول مخالفه ګوندونه غوښتنه کوي چې د دې پېښې دې عدالتي پلټنې وکړل شي چې نه یواځې خلکو ته ریښتیا مالوم شي بلکې چې څوک څوک د دې پېښې زمه وار وي، د هغوی پرضد کارروايي وکړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ ن صدر محمد شهباز شریف په خپله وینا کې د مري پېښې زمه واري د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت واچوله او دا یې یو مجرمانه کړنه وبلله.

د نوموړي په خبره، معصومه ماشومان، ځوانان او مشران هلته مړه شول او تر شلو ساعتونو هېچا د هغوی پوښتنه ونکړه نو حقیقت دا دی چې هلته هېڅ قسمه انتظامات نه ول. نه د ټرېفیک پولیس موجود ول، نه سي اېن ډبلیو چې اداره وه چې واورې له مخې وباسي او خلکو یواځې اسمان ته کاته او چیغې يې وهلې، خواستونه يې کول او د ځان خیر يې غوښتو خو څوک يې د پوښتنې نه ول.

خو د قامي اسمبلۍ دې غونډې ته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل، په دغه ورځ یو لک څلور شپېته زره ګاډي مري ته ورننوتي ول او زیاتره پکې په مري کې بند پاتې ول خو د حکومت په وخت د امدادي کارروایانو په وجه ډېر ګاډي له مري راوښکل شو او دا رنګ یو شمېر متاثره خلک انتظاميې او د پوځ ځوانانو سرکاري ودانیو ته ولېږدول خو اپوزیشن ګوندونه په دې هېواد کې په هرڅه سیاست کوي.

د نوموړي په وینا: ((داسې غمیزه وشوه چې په کومه ټول پارلیمان او ولس خپه دی او خیال دا وو چې په دا رنګ پېښه به په پارلېمان کې داسې بحث کېږي چې په وجه یې د یووالي یوه فضا قایمه شي او په دې مسله به خبرې وشي خو زه وایم که اپوزیشن په خپلو حکومتونو کې په پنجاب او مري وسایل خرڅ کړي وای نو نن به موږ دا ورځ نه لیده.))

د یادونې ده جې د جنورۍ پر ۷مه په مري کې د زیاتو واورو اورېدو او یخنۍ له وجې په بند پاتې ګاډو کې لږ تر لږه ۲۷ سېلانیان مړي شوي ول.

په مري کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

له دې وروستو د جنورۍ پر نهمه د پنجاب وزیر اعلا عثمان بزدار د دې پېښې د پلټڼې لپاره یوه کمېټي جوړه کړه او د جنورۍ پر ۱۰مه يې د مړو شویو کورنیو لپاره د یو کروړ شپږ اویا لکه روپو د امداد اعلان وکړ چې پر متاثره کورنیو به یې ووېشي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه هېواد سېلانۍ سیمو مري او ګلیاتو ته به د سېلانیانو په ورتګ، د یوې بلې ورځې لپاره هم بندیز وي. د پاکستان سرکاري رېډيو دا خبر د جنورۍ پر ۱۰مه د شیخ رشید احمد له قوله خپور کړی او وړاندې لیکي چې د مري او د شا او خوا سیمو اوسېدونکي به د خپلو قامي شناختي کارډونو په ښودلو یادو سیمو ته تګ راتګ کولی شی.

XS
SM
MD
LG